د هلمند استیناف څارنوالۍ رئیس وايي، د ادارې تر جوړولو وروسته يې د زور واکو او مجریمو د پيسو په زور تړل شويو دوسيو بيا څېړنه يې پيل كړې ده.
د هلمند د استيناف څارنوال څارنمل فضل سلطان ساپي د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته دا خبرې وكړې او زياته يې كړه له تېرو څلورو مياشتو راهيسې چې دى ټاكل شوى، په څارنوالۍ كې يې فساد له منځه وړى دى. د هلمند استیناف څارنوالۍ رئیس وايي، د ادارې تر جوړولو وروسته يې د زور واکو او مجریمو د پيسو په زور تړل شويو دوسيو بيا څېړنه يې پيل كړې ده.
د هلمند د استيناف څارنوال څارنمل فضل سلطان ساپي د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته دا خبرې وكړې او زياته يې كړه له تېرو څلورو مياشتو راهيسې چې دى ټاكل شوى، په څارنوالۍ كې يې فساد له منځه وړى دى.
ساپي زياته كړه، يو شمېر هغه دوسيې چې د پيسو يا زور له لارې تړل شوې وې، په دې وروستيو كې يې د بيا څېړنې امر وركړى او د قانون له چوكاټ سره سم به يې مجرمينو ته سزا وركړل شي: (( پخوا به له عدلي ارګانونو او مسوولینو نه يې خلكو شكايتونه لرل، خو اوس چې زه راغلى يم پنځه په فساد کې ښکیل څارنوالان له دندې لرې شوي دي.))
نوموړى وایي، د خپلې ادارې تر څنګ د دې ولایت له ټولو رئیسانو اومسوولینو يې غوښتتي چې خپلې ادارې پاکې کړي او د رشوت او اداري فساد مخه ونیسي.


