د امنیتي ځواکونو د لوژیستیک په برخه کې فساد کومه نوې او تازه خبره نه ده. د سیګار له لورې خپاره شوې راپورونه او بیا په خپلسر د یو شمېر مهمو چارواکو له خوا د وسلو خرڅول، د ډېرو وړو موضوعاتو لپاره د میلیونونو ډالرو مصرف او ان خپله د بهرنیانو له خوا په امنیتي سکټور کې پر وړو پروژو د میلیونونو ډالرو لګول، هغه څه دي چې د هېواد امنیتي سکټور داغ داره کوي.
په تازه توګه د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان د دې ولایت د یو شمېر مدني فعالانو سره یوځای رسنیو ته هغه کور وښود چې په کې د امنیتي ځواکونو لپاره جلا شوې تیل راجمع او بیا له همدې ځایه په وړو زرنجونو کې د بوشکو په وسیله بازار ته لېږدول کېدل او خرڅیدل. د امنیتي ځواکونو د لوژیستیک په برخه کې فساد کومه نوې او تازه خبره نه ده. د سیګار له لورې خپاره شوې راپورونه او بیا په خپلسر د یو شمېر مهمو چارواکو له خوا د وسلو خرڅول، د ډېرو وړو موضوعاتو لپاره د میلیونونو ډالرو مصرف او ان خپله د بهرنیانو له خوا په امنیتي سکټور کې پر وړو پروژو د میلیونونو ډالرو لګول، هغه څه دي چې د هېواد امنیتي سکټور داغ داره کوي.
په تازه توګه د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان د دې ولایت د یو شمېر مدني فعالانو سره یوځای رسنیو ته هغه کور وښود چې په کې د امنیتي ځواکونو لپاره جلا شوې تیل راجمع او بیا له همدې ځایه په وړو زرنجونو کې د بوشکو په وسیله بازار ته لېږدول کېدل او خرڅیدل.
دا کور ښکاره د مسجد په توګه په سیمه کې مطرح و او یو لوډسپیکر هم پرې لګېدلی و، خو په داخل کې بیا یې د ملت په وینو سوداګري روانه وه. په دې کور کې یوازې د امنیتي ځواکونو د موټرو تیل نه غلا کېدل، بلکې د دولتي موټرو نمبر پلیټونه، د تیلو بوشکې او د امنیتي ځواکونو د موټرو پرزې وموندل شوې.
افغان امنیتي ځواکونو خپل سر په لاس کې نیولی او د د دې خاورې د دښمن پر وړاندې یې خپل سنګر ګرم ساتلی، هیڅکله یې اجازه نه ده ورکړې چې د دې خاورې خلک په وېره کې ژوند وکړي او هر ډول ستونزو ته یې سینه سپر کړې ده.
خو د دې ډول فساد رامخته کېدل نه یوازې په سنګر د پرتو ځوانانو روحیې ته صدمه رسوي، بلکې په ټوله کې د خلکو ذهنیت د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې لکه دار کوي. دا سمه ده چې په هیڅ صورت دا خبره د توجیه وړ نه ده چې ټول امنیتي ځواکونه دي په دې ډول بدبختیو کې لاس ولري، بلکې یو شمېر کړۍ په یخو او ګرمو دفترونو کې ناست تر لاس لاندې یو شمېر چڼي لري چې دا ډول بدبختیو ته یې لار هواره کړې ده. هیڅکله یو عادي سرتیری او یا پولیس دومره جرات نه شي کولای چې د خپل موټر ټانکۍ خالي او تیل یې پر بازار وپلوري، ځکه څوک شته چې ترې پوښتنه وکړي چې څه یې وکړل، خو هغه کسان چې په لوړو پوستونو کار کوي، هیڅوک ترې د پوښتنې نه شته او همدارنګه یې د خپل لاس لاندې کسان هم مفسد کړي دي. دې کسانو لار پرانیستي چې په ټیټه سویه هم د وطن ساتنې روحیه له لاسه ووځي او هر امنیتي سرتیری فکر وکړي چې هیڅکله به تغیر را نه شي.
حکومت باید له یاده و نه باسي چې د امنیتي ځواکونو ټول مصرف، ان د ږیري خریلو ماشین یې هم د پردیو په پیسو دی، هغه پیسې چې شاید نور ډېرې کمې شي، هغه پیسې چې مفت نه ورکول کېږي، بلکې په بدل کې یې د نورو هېوادونو ګټې دلته خوندي او هغه پیسې چې له دې وروسته یې د یوې یوې افغانۍ حساب شته.
افغان حکومت دې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دا ډول مخربو او مفسدو اشخاصو پر وړاندې کلک دریځ ونیسي او اجازه دې نه ورکوي چې د خدای، هېواد، دنده شعار په فساد، غلا او چور بدل شي.
حکومت دې په لوړو پوستونو فشار او څار دواړه زیات کړي، ځکه په ټیټو مامورینو کې ادلون بدلون تغیر نه شي راوړای، بلکې د مکافاتو او مجازاتو سیسټم دې عام کړي چې له مخې یې د حق او باطل توپیر رامنځته شي.
که یې داسې و نه کړل او بیا یې هم دا ډول پېښې سرسرې ونیوې، لرې نه ده چې د هېواد ساتلو دنده د یو شمېر کړیو له خوا په فساد ساتلو بدله شي.


