ads

د كابل برق چې تللى، نو همداسې پسې تللى

د کابل ملیوني ښار،  او د یو شمیر نورو ولایتونو اوسیدونکي د هيواد په شمال کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د وارداتي برېښنا د دوو پايو د غورځولو له کبله؛ په تیاره کې ډوب دی خو افغان حکومت په دغه موده کې هیڅ راز داسې هڅه نه ده کړې چې د […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
د كابل برق چې تللى، نو همداسې پسې تللى

د کابل ملیوني ښار،  او د یو شمیر نورو ولایتونو اوسیدونکي د هيواد په شمال کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د وارداتي برېښنا د دوو پايو د غورځولو له کبله؛ په تیاره کې ډوب دی خو افغان حکومت په دغه موده کې هیڅ راز داسې هڅه نه ده کړې چې د برېښنا راغورځول شوې پايې بېرته ورغول شي. د برېښنا نشتوالي نه یوازې دا چې خلک په تياره کې کېنولي بلکې یو شمېر تولیدي بنسټونو ته يې مالي زیانونه اړولي او په کابل کې د هوا ککړتیا نوره زیاته کړې ده. د کابل ملیوني ښار،  او د یو شمیر نورو ولایتونو اوسیدونکي د هيواد په شمال کې د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د وارداتي برېښنا د دوو پايو د غورځولو له کبله؛ په تیاره کې ډوب دی خو افغان حکومت په دغه موده کې هیڅ راز داسې هڅه نه ده کړې چې د برېښنا راغورځول شوې پايې بېرته ورغول شي. د برېښنا نشتوالي نه یوازې دا چې خلک په تياره کې کېنولي بلکې یو شمېر تولیدي بنسټونو ته يې مالي زیانونه اړولي او په کابل کې د هوا ککړتیا نوره زیاته کړې ده.
دوه اوونۍ کېږي چې د راپورونو پر اساس د دولت وسله والو مخالفانو د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین کې د وارداتي برېښنا دوې پايې راغورځولي او له کبله يې پر کابل سربېره د درېو نورو ولایتونو یو شمیر سیمې هم د برېښنا له شتون نه بې برخې شوي دي.
دا پايې هغه وخت راوغورځول شوې چې دولتي ځواکونو د بغلان ولایت په ډنډ غوري کې د خپلو مخالفانو په ضد عملیات پیل کړل.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې دوی د ډیزلي جنراتورونو په وسیله ایله د کابل ښار ۳۰ فیصده برخې ته په ورځ کې برېښنا ورکولای شي.
د برېښنا نشتوالي ګڼو تولیدي شرکتونو ته مالي زیانونه اړولي او کېدای شي چې د خلکو اقتصادي وضعیت باندې ناسم اغېز هم وکړي. ځکه د وارداتي یا عادي برېښنا د نشتوالي له امله په هر کېلو واټ د توليدي شرکتونو د برېښنا لګښت اووه چنده پورته کېږي. تولیدی شرکتونه په هر کیلو واټ وارداتي برېښنا ۷ افغانۍ ورکوي حال دا چې د ډيزلي جنراتورونو لګښت يې په هر کیلو واټ ۵۰ افغانیو ته رسېږي. کله چې تولیدي شرکتونه له داسې یو زیان سره مخ شي طبیعي ده چې په بازار کې د موادو پر قیمته کېدو نيغ اثر ښندي.
ښايي خلک دغه تاوان ته د لنډې مودې تاوان په سترګه وګوري او دومره اندېښمنوونکې موضوع ورته ښکاره نه شي، خو د عادي برېښنا نشتوالی ښايي په لوړه کچه پر روغتيا بد اغېز وکړي. له هغې ورځې چې برېښنا نشته ګڼ هغه خلک چې کار او روزګار يې نسبتا تر نورو ښه دی او یا دوکانداران دي ډيزلي جنراتورونه لګولي دي. د دې ډيزلي جنراتورونو په فعالیدو سره د کابل هوا تر پخوا لا زیاته ککړه شوې ښکاري.
یو شمېر خلک دا اندېښنه هم لري چې د برېښنا له پرې کېدو سره د غلا غدو پېښې هم زیاتې شوې دي او که چېرته حکومت ژر ترژره د برېښنا د پایو د جوړولو غم ونه خوري ښايي خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ شي.
د برېښنا د پایو د بیا رغولو په اړه د افغان امنيتي چارواکو او د هغوی د مخالفو وسله والو څرګندونې دا اندېښنه راولاړوي چې ښايي د ډېر وخت لپاره خلک له برېښنا څخه بې برخې وي.
په سیمه کې د امنيتي ځواکونو چارواکي وايي چې د دې پایو جوړول تر هغه پورې ممکن نه دي چې ټوله سیمه تصفیه شوې نه وي.
له بل لوري طالبانو بیا رسنیو ته پخپل رالېږلي ایمیل کې ویلي دي چې دوی هغه وخت د دغو پایو د رغولو اجازه ورکوي چې حکومت په بغلان کې خپل عملیات ودروي.
که څه هم ولس ته دا د پوښتنې وړ مساله ده چې حکومت سره له ډېرو امکاناتو ولې په دومره موده کې په دې نه دی توانېدلی چې په یاده سیمه کې امنيتي لاسته راوړنې ولري. نو که حکومت دغه ټکي ته جدي توجه و نکړي او د برښنا د پایو لپاره اساسی امنیتی تدابیر و نه نیسي نه لري به نه وي چې دغه مشکل په راتلونکی کې د حکومت لپاره په یو لوی سر خوږي بدله شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA