ads

د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړى مړ شوى دى

د وسله والو طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د دوى د رهبرۍ شورا غړى ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له كبله مړ شوى دى.د طالبانو له لوري نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې رحماني د ځيګر د سرطان په ناروغۍ اخته و او  تېره شپه […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
د طالبانو د رهبرۍ شورا مهم غړى مړ شوى دى

د وسله والو طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د دوى د رهبرۍ شورا غړى ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له كبله مړ شوى دى.
د طالبانو له لوري نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې رحماني د ځيګر د سرطان په ناروغۍ اخته و او  تېره شپه يې د دې ناروغۍ له كبله ساه وركړې ده.
ويل كېږي، چې هغه د پاكستان د كراچۍ ښار په يو روغتون كې مړ شوی دی. د وسله والو طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د دوى د رهبرۍ شورا غړى ملا محمد حسن رحماني د ورپېښې ناروغۍ له كبله مړ شوى دى.
د طالبانو له لوري نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې رحماني د ځيګر د سرطان په ناروغۍ اخته و او  تېره شپه يې د دې ناروغۍ له كبله ساه وركړې ده.
ويل كېږي، چې هغه د پاكستان د كراچۍ ښار په يو روغتون كې مړ شوی دی.
ملا رحماني د طالبانو د واکمنۍ په مهال د افغانستان د جنوب زون تنظيميه رئيس و او د کندهار د والي په توګه يې هم دنده ترسره کړې وه.
نوموړى اوس مهال د طالبانو د رهبرۍ شورا غړى و او هغه وخت په رسنيو کې مشهور شو، چې د ملا عمر تر مړينې وروسته د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره يې له بيعت کولو انکار وکړ.
خو تر خبرو اترو وروسته تېره مياشت طالبانو اعلان وکړ، چې ملا محمد حسن رحماني خپل اختلافات ختم كړي او له ملا منصور سره يې بيعت کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA