ads

د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ممکن دی

افغان امنيتي کارکوونکي وايي كه دوى مجهز شي، په ښه توګه كولى شي چې د وسله والو طالبانو د پرله پسې جگړې پر وړاندې خپله  جگړه په ښه توګه  پر مخ يوسي.د روزگان د ناکرار ولايت په مرکز، ترينکوټ کې د پوليسو مشر، توريالي عبدياني تېره مياشت د ای ډبليو پي ار له خوا يوې […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ممکن دی

افغان امنيتي کارکوونکي وايي كه دوى مجهز شي، په ښه توګه كولى شي چې د وسله والو طالبانو د پرله پسې جگړې پر وړاندې خپله  جگړه په ښه توګه  پر مخ يوسي.
د روزگان د ناکرار ولايت په مرکز، ترينکوټ کې د پوليسو مشر، توريالي عبدياني تېره مياشت د ای ډبليو پي ار له خوا يوې جوړې شوې مناظرې ته وويل، د ملي امنيت پوځونه د ناټو د ځواکونو د نشتوالي احساس کوي چې پروسږکال يې له افغانستان څخه له وتلو وروسته په جگړه کې د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوه. افغان امنيتي کارکوونکي وايي كه دوى مجهز شي، په ښه توګه كولى شي چې د وسله والو طالبانو د پرله پسې جگړې پر وړاندې خپله  جگړه په ښه توګه  پر مخ يوسي.
د روزگان د ناکرار ولايت په مرکز، ترينکوټ کې د پوليسو مشر، توريالي عبدياني تېره مياشت د ای ډبليو پي ار له خوا يوې جوړې شوې مناظرې ته وويل، د ملي امنيت پوځونه د ناټو د ځواکونو د نشتوالي احساس کوي چې پروسږکال يې له افغانستان څخه له وتلو وروسته په جگړه کې د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوه.
عبدياني وويل، پوليس او اردو تر ډېره بريده پر هغو اطلاعاتو ډډه لگوي چې ولسي خلک يې ورته چمتو کوي: (( د خلکو مرسته ډېره مهمه ده، هره مرسته چې کولای يې شي، بايد تر سره يې کړي.)) نوموړي وړاندې وويل: (( روانه جگړه هغه مهال پای موندلای شي چې ټول افغانان د حکومت تر څنگ ودريږي او رښتينې ملاتړ ورسره وکړي.))
په روزگان کې د مېشتې څلورمې لوا قومندان، بريد جنرال محمد رسول کندهارى هم له دې سره موافق دی چې د جگړې د گټلو له پاره ولسي همکاري ډېره اړينه ده: (( سره له دې چې د اردو د ځواکونو په پرتله طالبانو ته ډېره مرگ ژوبله اوښتې، خو چريکي تکتيکونه يې په پرله پسې ډول بدليږي.))
نوموړي د روزگان په مرکز، ترينکوټ کې د جوړې شوې مناظرې برخوالو ته وويل: (( طالبان خپل پوځي تکتيک ډېر ژر بدلوي، ځکه هغوی د جگړې ځواک نه لري چې د افغان اردو پر وړاندې مقاومت وکړي.))
د روزگان د ولايتي شورا منشي، عبدالکريم خادمزي وويل چې افغان ملي پوځونه د خپلو وينو په تويولو موږ ته امنيت برابروي: (( موږ ته هم په کار ده چې د هغوی بشپړ ملاتړ وکړو.))
له پاکستان سره په پوله پروت د جنوب ختيح ولايت زابل د شهر صفا ولسوالۍ د شورا مشر محمدداوود د مناظرې گډون کوونکو ته وويل چې تر يوې کچې د جگړه ييز ځواک د مرگ ژوبلې مسووليت د اردو د مشرتابه پر غاړه دی.
د ده په خبره، د قومندانانو د تکتيکي نيمگړتيا له كبله په ملي ځواکونو کې د مرگ ژوبلې کچه لوړيږي.
همداراز د شهر صفا د ولسوالۍ د پوليسو د استخباراتو مشر، غلام صديق وويل چې امنيتي پوځونه ډېرو افرادو او وسايلو ته اړتيا لري: (( که موږ ته درنې وسلې چمتو شي او شمېر مو د اړتيا تر کچې زيات شي، هيله ده په راتلونکې کې به لږه مرگ ژوبله وگورو.))
د روزنې او وسايلو په اړه ورته غوښتنې د زابل د گاونډي ولايت پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ په مناظرې کې هم واورېدل شوې. د پکتيکا ولايتي شورا وويل، په اردو کې د مرگ ژوبلې لوړه کچه پر مورال ناوړه اغېز لري.
د مناظرې بل ويناوال، محمد گل کټوازي وويل، د سرتېرو کورنۍ په ډېر ډار کې ژوند کوي. حکومت ته په کار دي چې د خطر کچه راټيټه کړي: (( که نه نو ميندې او پلرونه به خپل اولادونه د هغوی له ليکو راوباسي.))
د محمد ګل  ګټوازي ورور او وراره دواړه د افغان ملي پوليسو په ليکو کې د خدمت پر مهال وژل شوي دي.
يو بل تن بابري د دې پوښتنې په ځواب کې چې کومو عملي اقداماتو ته اړتيا ليدل کيږي، وويل: (( روزنه اړينه خبره ده، همدا راز د ماينونو په نښه کول او شنډول، په جگړه کې له دښمن سره ليدنه، د استخباراتي معلوماتو راټولول او له خلکو سره د ښو اړيکو پراخول.))
د پکتيکا د پوليسو وياند، سميع الله هم د ماينونو په له منځه وړلو تمرکز وکړ. هغه وويل چې زيات شمېر افغان پوليس او سرتيري د ماينونو د چاودنو او ځانمرگو بريدونو له کبله وژل کيږي: (( که د ماين په پېژندلو او شنډولو کې ښه روزنه ترلاسه شي، په دې برخه کې به د مرگ ژوبلې کچه ډېره راټيټه شي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA