ads

خوست: د عامې روغتيا رياست ۹ شخصي كلينيكونه وتړل

د خوست عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي،  نن يې په خوست ښار كې د کلینیکونو د وضعیت د ارزيابۍ په پايله كې نهه هغه کلینیکونه وتړل چې قانوني اسناد یې نه لرل.د یادې ادارې مشر ډاکټر محمد هاشم سعیدي وايي، دغه کلینیکونه د هغو کسانو له خوا پرانیستل شوي وو، چې له ګاونډي هېواد پاکستان […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
خوست: د عامې روغتيا رياست ۹ شخصي كلينيكونه  وتړل

د خوست عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي،  نن يې په خوست ښار كې د کلینیکونو د وضعیت د ارزيابۍ په پايله كې نهه هغه کلینیکونه وتړل چې قانوني اسناد یې نه لرل.
د یادې ادارې مشر ډاکټر محمد هاشم سعیدي وايي، دغه کلینیکونه د هغو کسانو له خوا پرانیستل شوي وو، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلي او دلته یې د ناروغانو خپلسرې درملنه کوله.

د خوست عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دوی نن په خوست ښار كې د کلینیکونو د وضعیت د ارزيابۍ په پايله كې نهه هغه کلینیکونه وتړل چې قانوني اسناد یې نه لرل.
د یادې ادارې مشر ډاکټر محمد هاشم سعیدي وايي، دغه کلینیکونه د هغو کسانو له خوا پرانیستل شوي وو، چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلي او دلته یې د ناروغانو خپلسرې درملنه کوله.
نوموړي زیاته کړه، دوی په وار- وار د یادو کلینیکونو له مسوولینو څخه د قانوني اسنادو د ور وړلو غوښتنه کړې وه، خو په وینا يې د دغو خپلسره جوړو شويو كلنيكونو خاوندانو چندان پاملرنه ورته ونه كړه.
ډاکټر هاشم وايي، بالاخره نن یې پر وړاندې اقدام وشو، لس کلینیکونه وکتل شول او په نتیجه کې یې نهه داسې راووتل چې له قانوني اسنادو پرته یې فعالیت كاوه.
د عامې روغتیا ریاست سرپرست رئیس وویل، دغو روغتیايي مرکزونو له ډېر وخت راهیسې په خوست ښار کې فعالیت کاوه: ((يوازې په دې بسنه نه كوو بلكې د ټولو هغو کلینیکونو پر وړاندې به جدي چلند وشي چې له قانوني جوازونو پرته فعالیت کوي او د ولسونو د خدمت پر ځای هغوی ته ستونزې جوړوي.))
له کله نه چې خوست ته وزیرستاني کډوال راغلي، دغلته د دوی له لوري په ګڼ شمېر کې روغتیايي کلینیکونه پرانیستل شوي چې د ناسمې تداوۍ، لوړ قيمت او خپلسریو څخه یې ځايي خلکو په وار- وار شکایتونه هم کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA