ads

خوستي علماو د سولې د روانو هڅو ملاتړ وكړ

د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې لپاره د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ.دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدارنګه په جګړه کې له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د بين الافغاني مذکراتو په خاطر له هر ډول شرطونو پرته د خبرو اترو ميز ته […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
خوستي علماو د سولې د روانو هڅو ملاتړ وكړ

د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې لپاره د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ.
دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدارنګه په جګړه کې له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د بين الافغاني مذکراتو په خاطر له هر ډول شرطونو پرته د خبرو اترو ميز ته کېني.
قومي مشر سخي جان سرحدي يادې غونډې ته په وينا كې وويل، د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو په تړاو په اسلام اباد او کابل کې د څلور اخيزو غونډو په جوړيدو سره د ډېرو افغانانو په زړونو کې هيلې پيدا شوې دي د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د سولې لپاره د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ.
دغو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدارنګه په جګړه کې له ښکيلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د بين الافغاني مذکراتو په خاطر له هر ډول شرطونو پرته د خبرو اترو ميز ته کېني.
قومي مشر سخي جان سرحدي يادې غونډې ته په وينا كې وويل، د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو په تړاو په اسلام اباد او کابل کې د څلور اخيزو غونډو په جوړيدو سره د ډېرو افغانانو په زړونو کې هيلې پيدا شوې دي:(( که چېرې نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالات ښکيلو خواو ته د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي او بين الافغاني بڼه خپله کړي، نو ډېر ژر به دواړه خواوې يوې موافقې ته سره ورسيږي.))
يو بل قومي مشر مدير شريف الله غونډې ته په خپلو خبرو کې د سولې په برخه کې د افغان دولت وروستي پرمختګونه وستايل، خو ويې ويل د نظام په دننه کې يو شمېر کړۍ د سولې د روانو خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
نوموړي له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې ټول هغه داخلي او بهرني خنډونه له منځه يوسي، چې د سولې د پرمختګ مخه نيسي.
ديني عالم او د سولې ولايتي کمېټې مسوول مولوي حنيف شاه حسيني بيا غونډې ته په وينا كې د سولې په برخه كې د نه پرمختګ ټوله پړه پر اوسني او په تېر ديارلس کلن دولت واچوله: ((د قانون نه حاکميت، په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد شتون او بهرنۍ لاس وهنې عمده لاملونه دي، چې په هېواد کې يې جنګ تود ساتلی.))
د غونډې په پای کې ګډونوالو د يوه پريکړه ليک په خپرولو سره د هېواد له ټولو ځوانانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې د سوله ييز چاپيريال د رامنځته کولو او د ورانکارو فعاليتونو د مخنيوي لپاره خپل مسووليت ترسره کړي.
دوی له افغان دولت او له هغو نړيوالو ادارو څخه چې د افغانستان د ښوونې او روزنې له بهير سره په مرستو لګيا دي غوښتنه وکړه، چې د هېواد په ښوونيز نصاب کې دې د سولې او ټيکاو په اړه ځانګړي مضامين زيات او د زده کونکو لپاره دې په منظم ډول تدريس پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA