ads

ختيځ: تېره يوه مياشت كې ۴۴۳ وسله وال مړه، ۱۲۷ ټپيان

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په تیره یوه میاشت کې یې۵۷۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله یې مخالفينو په یوه میاشت کې د ۲۲ جګړه يیزو او ۵۵ چاڼیزو عملیاتو کې اړولې ده.له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول […]

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1394
ختيځ: تېره يوه مياشت كې ۴۴۳ وسله وال مړه، ۱۲۷ ټپيان

په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په تیره یوه میاشت کې یې۵۷۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله یې مخالفينو په یوه میاشت کې د ۲۲ جګړه يیزو او ۵۵ چاڼیزو عملیاتو کې اړولې ده.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوې، چې دغه عملیات یې د ختیځ څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان سربیره د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې هم ترسره کړې دي. په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وایي، په تیره یوه میاشت کې یې۵۷۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
چارواکي وایي، دغه مرګ ژوبله یې مخالفينو په یوه میاشت کې د ۲۲ جګړه يیزو او ۵۵ چاڼیزو عملیاتو کې اړولې ده.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوې، چې دغه عملیات یې د ختیځ څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان سربیره د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې هم ترسره کړې دي.
خبر پاڼه زياتوي، په عملیاتو کې ۴۴۳ تنه وسله وال وژل شوي او ترڅنګ یې ۱۲۷ ټپیان شوي هم دي.
سرچینه وایي، په دغو عملیاتو کې ۵ افغان سرتیري هم وژل شوي او ترڅنګ یې ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA