د پكتيكا چارواكي وايي، نن له غرمې مخكې د يحيى خېلو ولسوالۍ په بازار كې ځانمرګي بريد شپږ ملكيان وژلي او ۹ نور ټپيان دي.
د يحيى خېلو ولسوال موسى خروټي كليد ته وويل، پېښه يوولس نيمې بجې د يحيى خېلو د بازار په يو نانوايي كې شوې.
د پېښې يو ټپي چې د ښرنې ملكي روغتون كې كليد ته وويل، دى د نانوايي د دېوال څنګ ته ناست و چې ناڅاپه د چاودنې غږ واورېدل شو او دېوال پرې ور چپه شو. د پكتيكا چارواكي وايي، نن له غرمې مخكې د يحيى خېلو ولسوالۍ په بازار كې ځانمرګي بريد شپږ ملكيان وژلي او ۹ نور ټپيان دي.
د يحيى خېلو ولسوال موسى خروټي كليد ته وويل، پېښه يوولس نيمې بجې د يحيى خېلو د بازار په يو نانوايي كې شوې.
د پېښې يو ټپي چې د ښرنې ملكي روغتون كې كليد ته وويل، دى د نانوايي د دېوال څنګ ته ناست و چې ناڅاپه د چاودنې غږ واورېدل شو او دېوال پرې ور چپه شو.
ټپي كليد ته زياته كړه د پېښې مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه لري خو يو شمېر مړي او ټپيان ده په خپلو سترګو وليدل چې تر خاورو لاندې شول او وروسته پوليسو را وايستل.
دا په داسې حال كې ده چې په وروستيو دوو كلونو كې د پكتيكا يحيى خېل ولسوالي څو څو ځله د ورته درنو پېښو او په كې د ملكي تلفاتو شاهده پاتې شوه.


