ads

هلمند كې جګړه ييز عمليات، ۲۰ وسله وال مړه، ۳ ټپيان

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مارجه او موسى كلا كې د ملي اردو په مشرۍ نظامي عملياتو كې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي، لومړۍ جوپه عمليات د مارجې په يو شمېر سيمو كې د […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
هلمند كې جګړه ييز عمليات، ۲۰ وسله وال مړه، ۳ ټپيان

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مارجه او موسى كلا كې د ملي اردو په مشرۍ نظامي عملياتو كې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي، لومړۍ جوپه عمليات د مارجې په يو شمېر سيمو كې د ملي پوليسو، ملي اردو  او ملي امنيت ځواكونو لخوا ترسره شوي چې په پايله كې يې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. د هلمند امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په مارجه او موسى كلا كې د ملي اردو په مشرۍ نظامي عملياتو كې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كاږي، لومړۍ جوپه عمليات د مارجې په يو شمېر سيمو كې د ملي پوليسو، ملي اردو  او ملي امنيت ځواكونو لخوا ترسره شوي چې په پايله كې يې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
سرچينه وايي، په موسى كلا كې هم په ورته عملياتو كې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
همدا راز په خبرپاڼه كې د سړك د غاړې د ماين په چاودنه كې د ملي اردو د وه سرتېرو د ټپي كېدو خبر هم وركړل شوى، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA