ads

ننګرهار كې يو لوى كتابتون او موزيم جوړېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په جلال اباد ښار کې یو کتابتون او موزیم جوړیږي.په دې اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او توریزم مرستیال زردشت شمس د ننګرهار له والي سره د لیدنې […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
ننګرهار كې يو لوى كتابتون او موزيم جوړېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په جلال اباد ښار کې یو کتابتون او موزیم جوړیږي.
په دې اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او توریزم مرستیال زردشت شمس د ننګرهار له والي سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې موزیم به د سراج العمارت په ودانۍ او کتابتون به د امیرشهید په بڼ کې جوړ کړي.

خبر پاڼه وایي  د دواړو پروژو لپاره د وزارت له لوري بودجه منظور شوې او د لومړنیو چارو تر بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.
که څه هم په ننګرهار کې یو شمیر دولتي او خصوصي کتابتونونه شته او د مطالعې لپاره د خلکو ورتګ کمرنګه دی؛ خو د دغه لوی کتابتون په جوړیدو داسې تمه شته چې دلته د کتاب لوستنې فرهنګ وده وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA