د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په جلال اباد ښار کې یو کتابتون او موزیم جوړیږي.
په دې اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او توریزم مرستیال زردشت شمس د ننګرهار له والي سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې موزیم به د سراج العمارت په ودانۍ او کتابتون به د امیرشهید په بڼ کې جوړ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې په جلال اباد ښار کې یو کتابتون او موزیم جوړیږي.
په دې اړه د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي، اداري او توریزم مرستیال زردشت شمس د ننګرهار له والي سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې موزیم به د سراج العمارت په ودانۍ او کتابتون به د امیرشهید په بڼ کې جوړ کړي.
خبر پاڼه وایي د دواړو پروژو لپاره د وزارت له لوري بودجه منظور شوې او د لومړنیو چارو تر بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.
که څه هم په ننګرهار کې یو شمیر دولتي او خصوصي کتابتونونه شته او د مطالعې لپاره د خلکو ورتګ کمرنګه دی؛ خو د دغه لوی کتابتون په جوړیدو داسې تمه شته چې دلته د کتاب لوستنې فرهنګ وده وکړي.


