ads

ننګرهار كې بله هدفي وژنه، د ارګ ګارد په خپل كور كې وژل شوى

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د جمهوري رياست یو ساتونکی چې په رخصتۍ كور ته تللى و، وژل شوی دی.امنیتي چارواکي وایې،چې دغه پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې ده .د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم كليد ته دغه پېښه تاييد كړه او زياته يې كړه، تېره شپه […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
ننګرهار كې بله هدفي وژنه، د ارګ ګارد په خپل كور كې وژل شوى

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د جمهوري رياست یو ساتونکی چې په رخصتۍ كور ته تللى و، وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي وایې،چې دغه پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې ده .
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم كليد ته دغه پېښه تاييد كړه او زياته يې كړه، تېره شپه د جمهوري رياست د یو ساتونکي صلاح الدین پر کور د نا معلومو وسله والو له لوري برید شوی چې په پایله کې نوموړی وژل شوی او د هغه مور ټپي شوې ده . د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په بهسودو ولسوالۍ کې د جمهوري رياست یو ساتونکی چې په رخصتۍ كور ته تللى و، وژل شوی دی.
امنیتي چارواکي وایې،چې دغه پیښه تیره شپه رامنځ ته شوې ده .
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي هم كليد ته دغه پېښه تاييد كړه او زياته يې كړه، تېره شپه د جمهوري رياست د یو ساتونکي صلاح الدین پر کور د نا معلومو وسله والو له لوري برید شوی چې په پایله کې نوموړی وژل شوی او د هغه مور ټپي شوې ده .
خوګیاڼی وایي، امنیتي او کشفي ارګانونو هڅې پيل کړي څو معلومه کړي، چې دا پیښه څنګه او ولې رامنځته شوې ده ؟ : (( د تعميراتو په سيمه كې د صلاح الدين پر كور وسله وال بريد شوى، چې په پېښه كې صلاح الدين وژل شوى او مور يې ټپي ده، زموږ څېړنې په دې اړه روانې دي.))
په ننګرهار کې د جمهوري رياست د ساتونکي د وژل كېدو خبر داسې مهال خپریږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د هدفي وژنو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي دي.
تر اوسه رسنیو ته د دې وروستۍ پيښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دې ویلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA