طالبانو د غور ولايت دولينه ولسوالۍ په زانوى كلي كې يوه ښځه د زنا په تور په ډزو ويشتلې ده.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، ويشتل شوې ښځه زهرا نومېده او پرون د طالبانو تر يوې صحرايي محكمې وروسته د زنا په تور وژل شوې ده.
خطيبي زياته كړه، زانوى سيمه چې دغه ښځه په كې وژل شوې د طالبانو تر ولكې لاندې ده او اوس طالبانو هغه سړى هم نيولى چې له زهرا سره د جنسي اړيكو تور ورباندې دى: (( دى هم د صحرايي محكمې امر ته منتظر ساتل شوى دى.)) طالبانو د غور ولايت دولينه ولسوالۍ په زانوى كلي كې يوه ښځه د زنا په تور په ډزو ويشتلې ده.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، ويشتل شوې ښځه زهرا نومېده او پرون د طالبانو تر يوې صحرايي محكمې وروسته د زنا په تور وژل شوې ده.
خطيبي زياته كړه، زانوى سيمه چې دغه ښځه په كې وژل شوې د طالبانو تر ولكې لاندې ده او اوس طالبانو هغه سړى هم نيولى چې له زهرا سره د جنسي اړيكو تور ورباندې دى: (( دى هم د صحرايي محكمې امر ته منتظر ساتل شوى دى.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې غور ولايت د سنګسار او د ښځو د وژنې د څو پرله پسې شاهد و.
څه موده وړاندې په همدې ولايت كې يوه نجلۍ له كور نه د تېښتې په تور د طالبانو د صحرايي محكمې لخوا سنګسار شوه.


