ads

شمسي: د كندهار طالبان د ملي پيوستون په پيسو جنګي امکانات برابروي

د کندهار د والي مرستيال وايي، د دې ولايت په لرې پرتو ولسواليو او ناامنو سيمو کې د ملي پيوستون په پيسو د وسله والو طالبانو جنګي تجهيزات اخستل کيږي، خو په دې اړه يې د كليو او پراختيا رياست مسوولينو ته د كوټليو ګامونو اخستلو امر وركړى دى. د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
شمسي: د كندهار طالبان د ملي پيوستون په پيسو جنګي امکانات برابروي

د کندهار د والي مرستيال وايي، د دې ولايت په لرې پرتو ولسواليو او ناامنو سيمو کې د ملي پيوستون په پيسو د وسله والو طالبانو جنګي تجهيزات اخستل کيږي، خو په دې اړه يې د كليو او پراختيا رياست مسوولينو ته د كوټليو ګامونو اخستلو امر وركړى دى.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي چې له دولتي ادارو څخه د نظارت د کميټې مشري هم په غاړه لري دا څرګندونې يې د کليو او پراختيا  رياست څخه د ليدني پر مهال وکړې. د کندهار د والي مرستيال وايي، د دې ولايت په لرې پرتو ولسواليو او ناامنو سيمو کې د ملي پيوستون په پيسو د وسله والو طالبانو جنګي تجهيزات اخستل کيږي، خو په دې اړه يې د كليو او پراختيا رياست مسوولينو ته د كوټليو ګامونو اخستلو امر وركړى دى.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي چې له دولتي ادارو څخه د نظارت د کميټې مشري هم په غاړه لري دا څرګندونې يې د کليو او پراختيا  رياست څخه د ليدني پر مهال وکړې.
نوموړى د کليو او پراختيا رياست کارونه کمزوري بولي او وايي، د ملي پيوستون په برخه کي يې نظارت هم ټيټ دی.
شمسي زياته كړه، په دې پروسه کي پراخ فساد د دې لامل شوی چې د ملي پيوستون پيسې وسله والو طالبانو ته ځي او هغوی د جګړې سنګر پرې تود ساتي.
نوموړی وايې چې په دې برخه کې کار خورا سخت كار ته اړتيا ده او بايد دا پروسه له فساده پاکه شي.
ملي پيوستون په کليو او بانډو کي د پراختيا پروګرام دی چې د نظارت او کنټرول چارې يې د کليو او پراختيا وزارت ته سپارل شوي او په ولايتونو کي يې اړوند رياستونه د نظارت دنده په غاړه لري.
دا مهال په ټول کندهار کي ۱۲۵۰ د ملي پيوستون پروژې روانې دي، خو دا چې د دې پروګرام د کنټرول لپاره به تر کومه ځايه هڅې وشي؟ چارواکي وايي له اړوند وزارت سره پر همدې موضوع خبرې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA