ads

د پكتيا نوى امنيه قومندان: د فساد مخنيوى مې لومړى هدف دى

د پکتيا لپاره نوی ګمارل شوى امنيه قومندان وايي د اداري فساد د مخنيوي تر څنګ به د پوليسو ښې روزنې چارې او له امنيتي ځواكونو سره د ښې همغږۍ لپاره به كار كوي.مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ وايي، په پکتيا کې د غير مسوولو وسله والو مخنيوی کوي. د تش په نوم سرتېرو، وسلو […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
د پكتيا نوى امنيه قومندان: د فساد مخنيوى مې لومړى هدف دى

د پکتيا لپاره نوی ګمارل شوى امنيه قومندان وايي د اداري فساد د مخنيوي تر څنګ به د پوليسو ښې روزنې چارې او له امنيتي ځواكونو سره د ښې همغږۍ لپاره به كار كوي.
مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ وايي، په پکتيا کې د غير مسوولو وسله والو مخنيوی کوي. د تش په نوم سرتېرو، وسلو او د پوليسو اړوند وسايلو په باره کې به څېړنې کوي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، پوليسي ځواک د تېر په پرتله پياوړشوی خو په وينا يې لا هم د تعليم او تربيې او همدارنګه ځواکونو د همغږۍ د ټينګښت په برخه کې يو لړ اقداماتو ته اړتيا ده. د پکتيا لپاره نوی ګمارل شوى امنيه قومندان وايي د اداري فساد د مخنيوي تر څنګ به د پوليسو ښې روزنې چارې او له امنيتي ځواكونو سره د ښې همغږۍ لپاره به كار كوي.
مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ وايي، په پکتيا کې د غير مسوولو وسله والو مخنيوی کوي. د تش په نوم سرتېرو، وسلو او د پوليسو اړوند وسايلو په باره کې به څېړنې کوي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، پوليسي ځواک د تېر په پرتله پياوړشوی خو په وينا يې لا هم د تعليم او تربيې او همدارنګه ځواکونو د همغږۍ د ټينګښت په برخه کې يو لړ اقداماتو ته اړتيا ده.
دی وايي په يادو برخو کې خپلې هغه طرحې عملي کوي، چې د پوليسي ځواک د پياوړتيا او د قانون د عملي كېدو لپاره يې لري: ((تر هر څه وړاندې به د قانون پلي کولو ته لومړيتوب وركوو او قانون به په هر خاص و عام عملي كېږي. د پوليسو د ښې تعليم و تربيې او همغږۍ لپاره به هم ځانګړې پاملرنه كوو.))
ځدراڼ چې د پکتيا امنيه قومندانۍ ته تازه دمی ګمارل شوی قومندان دی، په خپله لومړۍ كاري ورځ يې خلكو ته ډاډ ورکړ، چې د پوليسو په ليکو کې به د اداري فساد مخه نيسي او د ډاډمن امنيت په راوستو کې به خپله وړتيا او ځواک نه سپموي.
ياده دې وي چې له تېرو نږدې درې مياشتو را په دې خوا د پکتيا امنيه قومندانۍ چارې  دسرپرست قومندان مل پاسوال محمد زمان تر قومندې لاندې تنظيمېدې او له دې وړاندې پاسوال زلمي اورياخېل د امنيه قومندان په توګه دنده اجرا کوله.
مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ په داسې حال کې د پکتيا لپاره د امنيه قومندان په توګه ګمارل کېږي چې لا هم دلته امنيت ترينګلی دی او د پوليسو په ليکو کې د فساد کچه خورا لوړه بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA