ads

د لوګر- كابل د لويې لارې كار په يوه اوونۍ كې پيلېږي

په ټولګټو وزارت کې نن د کابل – لوګر د دوهم سړک د جوړیدو قراداد د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ټولګټو وزیرمحمود بلیغ ، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي ، د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او د یونیک بیلډر شرکت د […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
د لوګر- كابل د لويې لارې كار په يوه اوونۍ كې پيلېږي

په ټولګټو وزارت کې نن د کابل – لوګر د دوهم سړک د جوړیدو قراداد د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ټولګټو وزیرمحمود بلیغ ، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي ، د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او د یونیک بیلډر شرکت د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
د لوګر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  دا سړک ټول ۴۵ کیلو متره اوږود والی لري چې په دوه فیزونو کې به یې د جوړیدو کارونه پیل شې. په ټولګټو وزارت کې نن د کابل – لوګر د دوهم سړک د جوړیدو قراداد د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د ټولګټو وزیرمحمود بلیغ ، په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي ، د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات او د یونیک بیلډر شرکت د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
د لوګر له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  دا سړک ټول ۴۵ کیلو متره اوږود والی لري چې په دوه فیزونو کې به یې د جوړیدو کارونه پیل شې.
خبرپاڼه زیاتوي، په یوې اوونۍ کې د ننه به د دې سړك عملي کار پیل شي او په اوږدو کې به يې د قانون مطابق د ولس د ملکیتونو استملاک حق ورکړای شي.
د لوګر والي د کابل – لوګر د دوهم سړک د جوړېدو په اړه د لوګر اوسیدونکو ته مبارکي وویله او زياته يې كړه د یاد سړک په جوړیدو سره به د دې لارې مسافرينو ته زیاته اسانتیا او لسګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شې.
د لوګر ولایت مقام له ولس څخه هیله کوي چې د پروژې په تطبیق کې ورسره هر اړخیزه مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA