چارواکي وايي، د کندهار د هوايي ډګر په پېښه کې د لاس لرونکو دوسيې بشپړې شوي او ډېر ژر به دا دوسيې محکمې ته د څېړنې او پرېكړې لپاره وسپارل شي.
د كندهار د والي ويندوى دفتر وايي، د كندهار د هوايي ډګر د پېښې څېړلو لپاره د ملي امنيت رياست يو دوه کسيز پلاوى کندهار ته راغلى و او د دې ولايت له والي او امنيتي چارواکو سره يې ليدلي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، د ملي امنيت رياست يوه دوه کسيز پلاوي د کندهار له والي ډاکټر همايون عزيزي سره په ليدنه كې د هغو دوسيو په اړه معلومات ورکړل چې د کندهار هوايي ډګر په پېښه کې ښکېلو کسانو ته جوړې شوې دي.
نوموړي په دې اړه ډېر جزئيات ور نه کړل، خو ويې ويل دوسيې د هغو کسانو په اړه دي چې په دې پېښه کې تورن پېژندل شوي دي.
د ده په خبره، د تورنو کسانو په اړه به د محکمې تر پرېکړې وروسته معلومات ورکړل شي.
د کندهار والي د ملي امنيت رياست د دغه اقدام هرکلى کړى او ويلي يې دي، دا بايد وڅېړل شي چې د هوايي ډګر په پېښه کې څوک ښکېل وو؟
پر کندهار هوايي ډګر د لېندۍ په ١٧مه د ماښام په شاوخوا شپږ بجې د شاوخوا ١٢ تنو وسله والو له خوا بريد وشو او ٢٠ ساعته يې جګړه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ