ads

د شاهين ۲۰۹ قول اردو پر موټر ځانمرګى بريد، ۱۸ ټپيان

چارواكي وايي، د بلخ شاهين ۲۰۹ قول اردو پر موټر يو ځانمرګي بريد كې  ۱۸ تنه امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي.د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق وايي، پېښه نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقيقې د بلخ په دهدادي  ولسوالۍ نو آباد سيمه كې شوې ده.د قادري په خبره، دا يو ځانمرګى بريد و چې […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
د شاهين ۲۰۹ قول اردو پر موټر ځانمرګى بريد، ۱۸ ټپيان

چارواكي وايي، د بلخ شاهين ۲۰۹ قول اردو پر موټر يو ځانمرګي بريد كې  ۱۸ تنه امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق وايي، پېښه نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقيقې د بلخ په دهدادي  ولسوالۍ نو آباد سيمه كې شوې ده.
د قادري په خبره، دا يو ځانمرګى بريد و چې ۱۸ واړه ټپيان يې د شاهين ۲۰۹ قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي: (( د عملې موټر يې په نښه كړى و، د ځانمرګي جسد د پېښې په ځاى كې ټوټه ټوټه پروت دى، د ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه دى.))

خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا كليد ته وويل، په پېښه كې درې تنه سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخستې ده.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې يوه ورځ وړاندې په لوګر كې د كابلبانك مخې ته د د استيناف محكمې او شهري محمې پر قاضيانو بمي بريد كې هم ۸ تنه ټپيان او يو كس ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA