ads

بادغيس كې د ۱۱ مليونه افغانيو په لګښت ۱۳ پروژې بشپړې شوې

د ملي پيوستون پروګرام د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د يوولس مليونه افغانيو په لګښت د ۱۳ پراختيايي پروژو د بشپړتيا او عامه ګټې اخستنې ته د وړاندې كولو خبر وركوي.د ملي پيوستون لخوا كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې د د بادغيس د كليو او پراختيا رئيس سيد رسول اكبري له […]

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1394
بادغيس كې د ۱۱ مليونه افغانيو په لګښت ۱۳ پروژې بشپړې شوې

د ملي پيوستون پروګرام د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د يوولس مليونه افغانيو په لګښت د ۱۳ پراختيايي پروژو د بشپړتيا او عامه ګټې اخستنې ته د وړاندې كولو خبر وركوي.
د ملي پيوستون لخوا كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې د د بادغيس د كليو او پراختيا رئيس سيد رسول اكبري له قوله ويل شوي په دغو پروژو كې د اوبو رسونې كانالونه، د څښاك د اوبو شبكو او څاګانو جوړول، ټولنيزو مركزونو جوړول، د فرعي لارو جوړول او پر سړكونو د جغل اندازۍ كارونه شامل وو چې ټولې پروژې اوس بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي. د ملي پيوستون پروګرام د بادغيس ولايت په مركز قلعه نو كې د يوولس مليونه افغانيو په لګښت د ۱۳ پراختيايي پروژو د بشپړتيا او عامه ګټې اخستنې ته د وړاندې كولو خبر وركوي.
د ملي پيوستون لخوا كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې د د بادغيس د كليو او پراختيا رئيس سيد رسول اكبري له قوله ويل شوي په دغو پروژو كې د اوبو رسونې كانالونه، د څښاك د اوبو شبكو او څاګانو جوړول، ټولنيزو مركزونو جوړول، د فرعي لارو جوړول او پر سړكونو د جغل اندازۍ كارونه شامل وو چې ټولې پروژې اوس بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي.
د سرچينې له قوله له دغو پروژو څخه به ۱۱۰۰ كورنۍ ګټه پورته كوي.
سرچينې يادونه كړې چې پر دې سربېره په بادغيس كې دا مهال ۶۱ نورې پروژې هم تر كار لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA