ads

ننګرهار: مدني فعالان د عامې روغتيا رئيس ګوښه كول غواړي

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالانو د عامې روغتیا د رئیس پر ضد لاریون وکړ او د هغه د استعفی غوښتنه یې وکړه.دغو لاریون کوونکو، چې د ډاکټر نجیب الله کاموال پر ضد یې شعارونه ورکول، دغه  راز یې نوموړی په خپلو کارونو کې پر بې کفایتۍ تورن کړ: (( موږ […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1394
ننګرهار: مدني فعالان د عامې روغتيا رئيس ګوښه كول غواړي

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه مدني فعالانو د عامې روغتیا د رئیس پر ضد لاریون وکړ او د هغه د استعفی غوښتنه یې وکړه.
دغو لاریون کوونکو، چې د ډاکټر نجیب الله کاموال پر ضد یې شعارونه ورکول، دغه  راز یې نوموړی په خپلو کارونو کې پر بې کفایتۍ تورن کړ: (( موږ د صحت عامې رئيس ګوښه كول غواړو، موږ محافظه كار رئيس نه غواړو.))

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال پر ضد د مدني فعالانو یاد لاریون د ننګرهار د ژغورنې شبکې له لارې رهبري کیده، چې د جلال اباد له حوزوي روغتون څخه پیل او د روغتیا ریاست تر مقامه وغځید.
د یاد لاریون یو ګډوال عبدالرحمن معاون کلید ته وویل: ((په ښار کې بې کیفته درمل څرڅیږي، دا یې مخه نه نیسي، شخصي معاینه خانې بې کیفیته درملنه کوي مخه یې نه نیسي،
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال نظر هم له ځانه سره ولرو؛ خو تر بیا ځلي اړیکو وروسته هم ونه توانیدو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA