ads

ميدان وردګ: دوه جلا پېښو كې، دوه طالب سرګروپان وژل شوي

د ميدان وردګو چارواكي وايي، د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې په دوه جلا پېښو كې د دولت دوه مخالف سرګروپان وژل شوي دي. د ميدان وردګو د والي د وياند له دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تېره شپه نهه بجې د قاري بریالي په نوم یو طالب سرګروپ د […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1394
ميدان وردګ: دوه جلا پېښو كې، دوه طالب سرګروپان وژل شوي

د ميدان وردګو چارواكي وايي، د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې په دوه جلا پېښو كې د دولت دوه مخالف سرګروپان وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي د وياند له دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تېره شپه نهه بجې د قاري بریالي په نوم یو طالب سرګروپ د خپلمنځي شخړې په پايله كې له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی. د ميدان وردګو چارواكي وايي، د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ كې په دوه جلا پېښو كې د دولت دوه مخالف سرګروپان وژل شوي دي.
د ميدان وردګو د والي د وياند له دفتره كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تېره شپه نهه بجې د قاري بریالي په نوم یو طالب سرګروپ د خپلمنځي شخړې په پايله كې له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.
سرچينه وايي، قاري بریالي له مولوي امین الله سره چې د نرخ لپاره د د طالبانو نومول شوى ولسوال دى مخالفت درلود، د شاه كابل خورد په سيمه كې وژل شوى دى.
سرچينه د يو بل خبر له مخې وايي، نن سهار پنځه بجې د يو كمين په پايله كې د واحد په نوم د طالبانو يو بل سرګروپ هم وژل شوى دى.
خبرپاڼه وايي، قومندان واحد د نرخ په ده مسلم سيمه كې د امنيتي ځواكونو په كمين كې وژل شوٰى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA