ads

ملي امنيت د هلمند پر امنيه قومندانۍ بريد كوونكى نيولى

د ملي امنيت موظفينو يو تن، چې غوښتل يې د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ پر پوليسو ځانمرګى بريد وكړي؛ نيولى دى.د ملي امنيت لوى رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محمد موسى د حاجي شينواري زوى غوښتل د يوې پوځي خولۍ په واسطه، چې چاودېدونکي توکي په کې […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1394
ملي امنيت د هلمند پر امنيه قومندانۍ بريد كوونكى نيولى

د ملي امنيت موظفينو يو تن، چې غوښتل يې د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ پر پوليسو ځانمرګى بريد وكړي؛ نيولى دى.
د ملي امنيت لوى رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محمد موسى د حاجي شينواري زوى غوښتل د يوې پوځي خولۍ په واسطه، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، د هلمند امنيه قوماندانۍ ته د ځانمرګي بريد په هدف ننوځي.
د سرچينې په وينا، نوموړى هدف ته له رسېدو وړاندې نيول شوى دى. د ملي امنيت موظفينو يو تن، چې غوښتل يې د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ پر پوليسو ځانمرګى بريد وكړي؛ نيولى دى.
د ملي امنيت لوى رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، محمد موسى د حاجي شينواري زوى غوښتل د يوې پوځي خولۍ په واسطه، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، د هلمند امنيه قوماندانۍ ته د ځانمرګي بريد په هدف ننوځي.
د سرچينې په وينا، نوموړى هدف ته له رسېدو وړاندې نيول شوى دى.
سرچينه زياتوي، نيول شوي کس د څېړنو په مهال اعتراف کړى، چې د پوليسو پر يو عراده رېنجر موټر بريد، د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا د وکيل عبدالمالک ترور او د لښکرګاه ښار د صوفيانو په سيمه کې د پوليسو د يو ساتمن په ترور کې يې لاس درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA