ads

لوګر د استيناف محكمې پر قاضيانو بريد، ۴ قاضيان او ۴ ملكيان ټپيان، يو پوليس مړ

د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د دغه ولايت د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر ماين چاودنې د دې محكمې د رئيس په ګډون څلور قاضيان او څلور عام وګړي ټپيان كړي او يو پوليس يې وژلى دى.د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې ماين په پل علم […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1394
لوګر د استيناف محكمې پر قاضيانو بريد، ۴ قاضيان او ۴ ملكيان ټپيان، يو پوليس مړ

د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د دغه ولايت د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر ماين چاودنې د دې محكمې د رئيس په ګډون څلور قاضيان او څلور عام وګړي ټپيان كړي او يو پوليس يې وژلى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې ماين په پل علم ښار كې د كابلبانك مخې ته په يوه سايكل كې ځاى پر ځاى شوى و او  نن سهار شاوخوا ٩ بجې چاودلى دى د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د دغه ولايت د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر ماين چاودنې د دې محكمې د رئيس په ګډون څلور قاضيان او څلور عام وګړي ټپيان كړي او يو پوليس يې وژلى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح كليد ته وويل، چې ماين په پل علم ښار كې د كابلبانك مخې ته په يوه سايكل كې ځاى پر ځاى شوى و او  نن سهار شاوخوا ٩ بجې چاودلى دى: ((  د استيناف رئيس حقيق الرحمن حقمل، د شهري محكمې رئيس عبدالباسط او ورسره دوه قاضيان د تېرېدو په حال كې وو چې چاودنه پرې شوې وه،  په نتيجه كې د استيناف او شهري محكمې د رئيسانو په شمول څلور واړه قاضيان ټپيان شوي دي، څلور نور ملكي وګړي چې پنځلس ورځنى او دوه كلن ماشومان هم په كې شامل دي ټپيان شوي او يو سرباز شهيد شوى دى.))
د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
د يادونې وړ ده، چې د روان كال په غويي مياشت كې په كابل ښار كې د لويې څارنوالۍ د كار كوونكو پر موټرونو د ځانمرګو بريدونو له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA