په لغمان کې له ۱۵۰اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرستې پرون د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري پر یو شمېر بې وزله کورنیو وویشل شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، چې د بیات بنسټ له لورې دغه ژمنۍ مرستې چې په کې د خوراکي توکو سربیره کمپلې او یو شمیر نور ژمنۍ جامې شاملې وي: (( د ا مرستې د لغمان د مركز او ولسواليو له بې بضاعته ۱۵۰ كورنيو ته د لغمان د والي او بيات بنسټ د مرستيال محمد اسماعيل په لاس وركړل شوې.)) په لغمان کې له ۱۵۰اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرستې پرون د لغمان والي عبدالجبار نعیمي له لوري پر یو شمېر بې وزله کورنیو وویشل شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، چې د بیات بنسټ له لورې دغه ژمنۍ مرستې چې په کې د خوراکي توکو سربیره کمپلې او یو شمیر نور ژمنۍ جامې شاملې وي: (( د ا مرستې د لغمان د مركز او ولسواليو له بې بضاعته ۱۵۰ كورنيو ته د لغمان د والي او بيات بنسټ د مرستيال محمد اسماعيل په لاس وركړل شوې.))
په ورته وخت کې د بیات بنسټ مرستیال محمد اسماعیل هم ډاډ ورکړی، چې په راتلونکي کې به هم نورې مرستې په لغمان ولایت کې پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
دا په داسې حال کې ده ، چې ډېر کله په لغمان کې داخلې بې ځایه شوي او اړمنې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي.


