ads

كونړ: وسله والو د پوليو كمپاين ۳ كاركوونكي وژلي

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وسله والو د پولیو کمپاین ۳ کارکوونکي وژلي دي.چارواکي وايي، یاد کسان د جنورۍ په ۲۵ مه تښتول شوي وو او تیره شپه وژل شوي دي.په کونړ کې د پولیو کمپاین سیمه ییز مسوول محمد اسحاق کلید ته وویل، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د یو ډاکټر په […]

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1394
كونړ: وسله والو د پوليو كمپاين ۳ كاركوونكي وژلي

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وسله والو د پولیو کمپاین ۳ کارکوونکي وژلي دي.
چارواکي وايي، یاد کسان د جنورۍ په ۲۵ مه تښتول شوي وو او تیره شپه وژل شوي دي.
په کونړ کې د پولیو کمپاین سیمه ییز مسوول محمد اسحاق کلید ته وویل، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د یو ډاکټر په ګډون د پولیو کمپاین ۳ کارکوونکي، د کمپاین پرمهال نا معلومه وسله والو تښتولي وو، چې تېره شپه یې د غازي اباد ولسوالۍ په (ایګل) سیمه کې جسدونه وموندل شول.

بلخوا تر اوسه د دغې پيښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې وسله والو د پولیو کمپاین ۳ کارکوونکي وژلي دي.
چارواکي وايي، یاد کسان د جنورۍ په ۲۵ مه تښتول شوي وو او تیره شپه وژل شوي دي.
په کونړ کې د پولیو کمپاین سیمه ییز مسوول محمد اسحاق کلید ته وویل، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د یو ډاکټر په ګډون د پولیو کمپاین ۳ کارکوونکي، د کمپاین پرمهال نا معلومه وسله والو تښتولي وو، چې تېره شپه یې د غازي اباد ولسوالۍ په (ایګل) سیمه کې جسدونه وموندل شول.
بلخوا تر اوسه د دغې پيښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA