په کندهار کي د اطلاعات او فرهنګ رياست د کوډګرو او تعويذګرو پر ضد کمپاين پيل کړی او غواړي چې په دغه ولايت كې يې د فعاليت مخه ونيسي.
كه څه هم تر دې وړاندې دا كمپاين د حج و اوقافو وزارت په كابل كې د كوډګرو او د هغوى د طرفدارانو لخوا د فرخندې تر وژنې وروسته پيل كړى و،، خو په كندهار كې اوس هم ځينې تعويذګر شته چې له خلكو څخه په رنګ رنګ چلونو پيسې اخلي او د کورنيو تر منځ يې جنجالونه را ولاړ کړي دي.
دغه ډول محدود کسان د خپلو کوډو، د اسلامي، افغاني او نورو ارزښتونو خلاف ليکنو لپاره دربارونه لري او تر ډېره هغه کسان ورځي چې د شعور كچه يې ټيټه او کورنۍ ستونزې ولري.

په دې لړ كې د لرې لرې ځايونو كوډګرو كندهار په نښه كړى، د بېلګې په ډول د ننګرهار په مرکز کې د پروفيسور روحاني په نوم کوډګر د خپل فعاليت لپاره د کندهار ښار په واټونو په ليکلي ډول تبليغات کوي خو په وړاندې يې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست جدي اقدامات پيل کړي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس پوهيالى حضرت ولي هوتك په خپله را وتلی او د د دغه كوډګر تبليغاتي ليکنې يې پاکولې.
هغه وايي، خلک دي د کوډګرو، بې ځايه تعويذ ليکوونکو او ورته نورو په وړاندي ودريږي او د هغوى د مخنيوي لپاره دې له دوى سره مرسته وکړي: (( په اسلام كې خو كوډې نشته، د زردشت زمانه كې دا كوډې رواج شوې، تر اوسه چې زموږ خلكو اسلام سم نه وي مطالعه كړى، له دې لارې غواړي زموږ په كورونو، ټولنه كې زموږ د وروڼو او خويندو تر منځ فاصلې ايجاد كړي، زموږ ټولنه په شر اخته كړي، دا د دوى يو بزنس دى چې دوى روان كړى، د دې مخه نيول غواړي، خلك بايد همكاري وكړي.))
د كندهار اوسېدونكى ځوان احمدشاه قادري بيا له اړونده ارګانونو او د ټولنې له پوه قشر غواړي چې د دغه خرافاتي اعمالو پر وړاندې راپورته شي او د كوډګرو د مخنيوي لپاره عملي مبارزه وكړي: (( دولت ته پكار ده، مدني ټولنو ته په كار ده چې د عامه اګاهۍ پروګرامونه ونيسي، په فسبوك او ټولنيزو شبكو كې د خلكو پوهاوي لوړولو لپاره مبارزه وكړي، چې له دې مسايلو سره اګاهي پيدا كړي، چې دا خرافات دي او هېڅ حقيقت نه لري.))
نثار احمد اريا هم ورته نظر لري خو هغه بيا پر علماو هم غږ كوي چې د اسلام د مبين دين په رڼا كې د كوډګرۍ او تعويذګرۍ د خرافاتي عمل په وړاندې خلكو ته حقيقت بيان كړي: (( علما دا مسووليت لري چې په ښه توګه د شرعيت او دين په رڼا كې خلك د دې خرافاتو په اړه اګاه كړي.))
بايد وويل شي چې تېره اوونۍ د کندهار ښار په نهمه امنيتي حوزه کې يو تن تعويذګر په دې تور د پوليسو له خوا نيول شوی و، چې پر يوې ۱۶ كلنې نجلۍ د جنسي تېري راپور پرې وركړل شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ