د فارياب چارواكي وايي، تېر ماښام وسله والو طالبانو د دې ولايت دولت اباد او قرمقل ولسواليو په منځۍ ميرزاقم سيمه كې دوه ۳۰۳ ډوله موټرو نه ۶ مساپر ښكته كړي او له ځانه سره يې وړي دي.
د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار كليد ته وويل، وسله والو چې كله مساپر ښكته كړي نو د امنيتي ځواكونو لخوا پرې جګړه پيل شوې، خو طالبان بيا هم توانېدلي چې ۶ كسان له ځانه سره وتښتوي، خو څلور تنه يې بېرته خوشې كړې دي: ((اوس يوازې دوه تنه ورسره پاتې دي، د دوى د راخوشې كېدو لپاره هڅې كوو.)) د فارياب چارواكي وايي، تېر ماښام وسله والو طالبانو د دې ولايت دولت اباد او قرمقل ولسواليو په منځۍ ميرزاقم سيمه كې دوه ۳۰۳ ډوله موټرو نه ۶ مساپر ښكته كړي او له ځانه سره يې وړي دي.
د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار كليد ته وويل، وسله والو چې كله مساپر ښكته كړي نو د امنيتي ځواكونو لخوا پرې جګړه پيل شوې، خو طالبان بيا هم توانېدلي چې ۶ كسان له ځانه سره وتښتوي، خو څلور تنه يې بېرته خوشې كړې دي: ((اوس يوازې دوه تنه ورسره پاتې دي، د دوى د راخوشې كېدو لپاره هڅې كوو.))
تراوسه وسله والو طالبانوپه دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي


