د زابل چارواكي په دې ولايت كې د يوې نښتې په ترڅ كې د اووه پوليسو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف کلید ته وويل، تېره شپه په دوو بجو د ولسوالۍ اړوند د سه کيچي په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې لاسي بم غورځولى چې له كبله يې اووه پوليس ټپيان شوي دي.
هغه زياته كړه، د پوليسو په ځوابي بريد كې دوه وسله وال وژل شوي، خو د دوى لور ته هم په پېښه كې د ټپي شويو دوو پوليسو ټپونه سخت دي. د زابل چارواكي په دې ولايت كې د يوې نښتې په ترڅ كې د اووه پوليسو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف کلید ته وويل، تېره شپه په دوو بجو د ولسوالۍ اړوند د سه کيچي په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې لاسي بم غورځولى چې له كبله يې اووه پوليس ټپيان شوي دي.
هغه زياته كړه، د پوليسو په ځوابي بريد كې دوه وسله وال وژل شوي، خو د دوى لور ته هم په پېښه كې د ټپي شويو دوو پوليسو ټپونه سخت دي.
بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې په ياد بريد کې اووه پوليس وژل شوي او په نښته کې درې طالبان ژوبل شوي دي.


