وسله وال طالبان له څه مودي راهیسي د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کي د پاکستانیو انجنیرانو په مرسته کانونه کیندي او ورڅخه تر لاسه شوې قیمتي ډبري پر قاچاقي لارو پاکستان ته لېږدوي.
د غزني یو شمیر قومي مخور او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبان د دې ولایت په مقر، زنخان، واغذ او ګیرو ولسوالیو کې له څو میاشتو راهیسې په غیر قانوني او مسلکي توګه کانونه کیندي، چې په وینا یې له همدي لارې یوه زیاته اندازه پیسې د وسله والو كړنو د مالي لګښت پوره كولو لپاره تر لاسه كوي. وسله وال طالبان له څه مودي راهیسي د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کي د پاکستانیو انجنیرانو په مرسته کانونه کیندي او ورڅخه تر لاسه شوې قیمتي ډبري پر قاچاقي لارو پاکستان ته لېږدوي.
د غزني یو شمیر قومي مخور او د ولایتي شورا غړي وايي، طالبان د دې ولایت په مقر، زنخان، واغذ او ګیرو ولسوالیو کې له څو میاشتو راهیسې په غیر قانوني او مسلکي توګه کانونه کیندي، چې په وینا یې له همدي لارې یوه زیاته اندازه پیسې د وسله والو كړنو د مالي لګښت پوره كولو لپاره تر لاسه كوي.
په غزني کې د نجات قومي شورا مشر خلیل الله هوتک له کلید سره په خبرو کې وویل، وسله والو طالبانو د دې ولایت د واغذ، مقر، زنخان او ګیرو ولسوالیو په اړوندو کې د قیمتي ډبرو او سرو زرو یو شمیر کانونه پر پاکستانیانو پلورلي، چې دمګړۍ یې امنیت هم نیولی او درګرده پاکستانیان په کې په كيندنو بوخت دي.
نوموړي زیاته کړه، د غزني په امنو ولسوالیو کې بیا په ولسي جرګه کې د دې ولایت ځیني استازي د کانونو په غیر قانوني کیندنو او خرڅولو کې لاس لري.
هوتك په دې اړه د سند په توګه وايي، د ناهور ولسوالۍ د ګچو کان یې ستره او ژوندۍ بیلګه ده، چې د ولسي جرګې د غزني استازي يې په ناقانونه ايستنه كې لاس لري، خو د کوم شخص نوم یې په ډاګه نه کړ:(( طالبان یې سکورټ كوي او پاکستانیان عملا د کانونو په کیندلو او انتقالولو بوخت دي، دا خپله طالبانو ته یوه ستره مالي سرچینه او شیدنه غوا ده، خو حکومت او بي کفایته مسوولین چوپه خوله دي.))
د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني هم د هوتك ادعاوې تاييدوي چې پاکستانیان د دې ولایت په څلورو ولسوالیو ګیرو، زنخان، مقر او واغذ کې له څو میاشتو راهیسې د کانونو په کیندلواو یاد هیواد ته یې پر لیږدولو بوخت دي، خو طالبان ترې د هر موټر ډبرو پر سر له ۲ سوه زرو تر ۴ سوه زرو پورې پاكستانۍ كلدارې ترلاسه كوي.
نوموړی هم ټینګار کوي چې که ژر تر ژره د دغې چارې مخنیوی ونه شي نو دغه سترې ملي شتمنۍ به په ارزانه بیه لوټ او د دولت مخالفې ډلي به ورڅخه د حکومت پر ضد کار واخلي : ((حکومت باید ژر تر ژره د وسله والو طالبانو له لوري د دغو کانونود کیندلو او بهر ته یې د لیږدولو مخنیوی وکړي او پر ینږدي چې هغوی ورڅخه د خپلو لیکو د تقویه کولو په موخه کار واخلي.))
د ولايتي شورا د دغو وكيلانو په وينا، امنیتي ځواکونه باید پر دغو کانونو هوایي عملیات تر سره او كان کیندونکي پاکستاني اتباع له خپلو ملاتړو طالبانو سره يو ځاى له منځه يوسي.
دوى همدا راز غوښتنه كوي چې دولت بايد دغه كانونه بېرته بې سرنوشته پرېنږدي او د امنيت د ټينګښت لپاره يې هم په سيمه كې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى كړي.
د غزني والي محمد امان حمیم هم دا مني چې وسله وال طالبان د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د پاکستانیو انجنیرانو په مرسته د پنځو کانونو په کیندلو او بيا يې پاكستان ته پر لېږد بوخت دي.
نوموړي کلید ته دا هم تاييد كړه چې وسله وال طالبان دغه کانونه په سرحدي سیمو کې سپړي او بهر ته یې لیږدوي، خو په وينا يې وسله وال دا كار په غلچكي ډول كوي:(( داسې راپورونه موږ هم تر لاسه کړي او دا حقیقت لري، چې وسله وال طالبان د پاکستانیانو په مرسته د غزني په مقر، ګیرو، زنخان او واغذ ولسوالیو کې کانونه کیندي او پاکستان ته یې لیږدوي.))
حمیم زیاته کړه، د دې ولایت امنیتي ځواکونه تر اوسه د قیاق د لارې پر خلاصولو او ځینو نورو سیمو کي پر عملیاتو بوخت وو چې په همدې ورځو كې به د دغو عملياتو په پاى ته رسېدو د كانونو د ناقانونه استخراج پر ضد هم پراخ عمليات پيل كړي: ((امنیتي ځواکونه د قیاق پر لاره او ځینو نورو ولسوالیو کې پر عملیاتو بوخت وو، ان شالله دغه عملیات په تمامیدو دي او پلان لرو چې پر دغو کانونو هم عملیات ترسره کړو او د کیندولو او چپاول مخنیوی یې وکړو.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې په غزني ولایت کي د وسله والو ډلو او په ولسي جرګه کي د دې ولایت د ځینو استازو له لوري د قیمتي ډبرو کانونه په غیر قانوني او مسلکي توګه له كيندنو وروسته پاكستان ته قاچاقېږي.


