د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د ولایت مقام د فرهنګي سلا کار زبیر خاکسار د وژنې په تړاو یې درې مشکوک کسان نیولي دي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالظاهر ظاهر نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
نوموړی وایي، دوی هڅه کوي، چې ترڅو په دغه برخه کې خپلې څېړنې چټکې او د قضیې اصلي کسان ونیسي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې د ولایت مقام د فرهنګي سلا کار زبیر خاکسار د وژنې په تړاو یې درې مشکوک کسان نیولي دي.
دغه څرګندونې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالظاهر ظاهر نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
نوموړی وایي، دوی هڅه کوي، چې ترڅو په دغه برخه کې خپلې څېړنې چټکې او د قضیې اصلي کسان ونیسي.
ظاهر زیاته کړه، په نیول شویو کسانو کې، د هغه خسر، اوښی او باجه شامل دي: (( موږ چې د دې په پلټنه پيل وكړ په ابتدا كې مو درې كسان چې ګويا د ده په قتل كې شريك دي، د شك په اساس نيولي دي.))
زبیر خاکسار چې د سیمې په کچه یو وتلی ، ژونالیست او تکړه ، مدني فعال و، تېره اوونۍ د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ كې شپه مهال په مرموز ډول ووژل شو.


