راپورونه وايي، د تائيوان په سويل تاينان كې د وړمې ورځې د زلزلې د وژل شويو شمېر ۱۴ ته لوړ شوى، سلګونه كسان ټپيان شوي او لا هم د ځينې نادركه شويو كسانو د ر ايستلو او ژغورونې عمليات روان دي.
د تائيوان په تاينان كې د جمعې په ورځ ناوخته ۶ اعشاريه ۴ درجې زلزله وشوه چې تر ټولو زيات تلفات يې د يوې ۱۷ پوړيزې ودانۍ د پرېوتو په پېښه كې اوښتي دي. راپورونه وايي، د تائيوان په سويل تاينان كې د وړمې ورځې د زلزلې د وژل شويو شمېر ۱۴ ته لوړ شوى، سلګونه كسان ټپيان شوي او لا هم د ځينې نادركه شويو كسانو د ر ايستلو او ژغورونې عمليات روان دي.
د تائيوان په تاينان كې د جمعې په ورځ ناوخته ۶ اعشاريه ۴ درجې زلزله وشوه چې تر ټولو زيات تلفات يې د يوې ۱۷ پوړيزې ودانۍ د پرېوتو په پېښه كې اوښتي دي.
د تاينان پوليس وايي، په دې ۱۷ پوړيزه ودانۍ كې ټول د ځايي خلكو كورونه وو چې تر اوسه يې له ملبې لاندې ۳۴۰ تنه را ايستل شوي دي، خو ۱۵۳ لا هم ورك دي.
پرون د ټپيانو شمېر ۱۵۴ ښودل شوى و، خو اوس ډاكټرانو ويلي، زياتره كسان يې له طبي مرستې وروسته له روغتون څخه خارج كړي دي.
پوليس همدا راز وايي، د نادركه شويو ۱۵۳ كسانو په ډله كې د مړينو وېره هم لري.


