د چين جمهور رئيس شيجن پينګ له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره په يو ټليفوني تماس كې موافقه كړې چې دواړه هېوادونه به د شمالي كوريا د اټومي وروستي ازمايښت په اړه ګډ اقدامات پورته كوي.
سپينې ماڼۍ په دې اړه يوه اعلاميه كې ويلي، د امريكا او چين دواړو جمهور رئيسانو په خپلو ټليفوني خبرو كې ويلي، د شمالي كوريا لخوا د بالستيك توغندي ازموينه جنجال راپورته كوونكې ده او نړيواله ټولنه بايد د شمالي كوريا د وروستيو اټومي ازموينو پر ضد سخت اقدامات وكړي. د چين جمهور رئيس شيجن پينګ له خپل امريكايي سيال بارك اوباما سره په يو ټليفوني تماس كې موافقه كړې چې دواړه هېوادونه به د شمالي كوريا د اټومي وروستي ازمايښت په اړه ګډ اقدامات پورته كوي.
سپينې ماڼۍ په دې اړه يوه اعلاميه كې ويلي، د امريكا او چين دواړو جمهور رئيسانو په خپلو ټليفوني خبرو كې ويلي، د شمالي كوريا لخوا د بالستيك توغندي ازموينه جنجال راپورته كوونكې ده او نړيواله ټولنه بايد د شمالي كوريا د وروستيو اټومي ازموينو پر ضد سخت اقدامات وكړي.
شيجن پينګ او اوباما په دې هم موافقه كړې چې هېوادونه به يې د نړۍ امنيت شورا ته د شمالي كوريا پر ضد يو مؤثر قرارداد وړاندې كوي.


