ads

پر كډوالو افغانانو د ایران نوې لورېينه

په پردیو او په تېره ګاونډيو هېوادونو کې ډېر ځله د افغان كډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخيستل کېږي او په زوره د مرګ کومې ته ورټېل وهل کېږي. افغانان له خپل هېواد نه د جنګونو له کبله ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي، خو هلته اړ ایستل کېږي چې د بل چا د ګټو د […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
پر كډوالو افغانانو د ایران نوې لورېينه

په پردیو او په تېره ګاونډيو هېوادونو کې ډېر ځله د افغان كډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخيستل کېږي او په زوره د مرګ کومې ته ورټېل وهل کېږي. افغانان له خپل هېواد نه د جنګونو له کبله ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي، خو هلته اړ ایستل کېږي چې د بل چا د ګټو د جګړې قرباني شي.
له څلورو لسیزو راهيسې چې د افغانستان امنيتي حالات سم نه دي او یو شمېر افغانان له مجبورې ورځې بهرنيو یا هم ګاونډيو هېوادونو ته مخه کوي، نه یوازې دا چې د ژوند اسانتياوې نه ترلاسه کوي، بلکې د شاقه کارونو په ترسره کولو او د زندانونو په تېرولو سربېره هغه کړو ته مجبورېږي چې د مرګ ګواښ ورته متوجه وي. په پردیو او په تېره ګاونډيو هېوادونو کې ډېر ځله د افغان كډوالو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخيستل کېږي او په زوره د مرګ کومې ته ورټېل وهل کېږي. افغانان له خپل هېواد نه د جنګونو له کبله ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي، خو هلته اړ ایستل کېږي چې د بل چا د ګټو د جګړې قرباني شي.
له څلورو لسیزو راهيسې چې د افغانستان امنيتي حالات سم نه دي او یو شمېر افغانان له مجبورې ورځې بهرنيو یا هم ګاونډيو هېوادونو ته مخه کوي، نه یوازې دا چې د ژوند اسانتياوې نه ترلاسه کوي، بلکې د شاقه کارونو په ترسره کولو او د زندانونو په تېرولو سربېره هغه کړو ته مجبورېږي چې د مرګ ګواښ ورته متوجه وي.
دې موضوع له څه مودې راهيسې په ملي او نړيواله کچه د افغانانو او د بشري حقونو د سازمانونو سختې اندېښنې راپارولې دي.
د بشري حقونو د څار ډلې پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې ایران زرګونه افغانان په زوره د سوریې جګړې ته لېږي. دا هغه افغانان دي چې په خپل هېواد کې د جګړې له کبله مهاجرت ته مخه کوي او تمه يې دا وي چې له جګړې لرې يو ځای کار وکړي او خپلې کورنۍ ته نفقه وګټي، خو ناخبره له دې چې هلته د همدغه مهاجرت له مجبوریت نه دې ته اړ ایستل کېږي چې د یو بل هېواد د ګټو د ساتلو لپاره په بل هېواد کې وجنګېږي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د رپوټونو له مخې ایراني چارواکي ځینې افغانان په زوره او ځینې په دې تمه چې په ایران کې د اوسېدو قانوني جواز ورکوي، هڅولي چې سوریې ته لاړ شي او هلته يې له ګټو ساتنه وکړي.
د بشري حقونو د څار ډلې د تېر ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې له څه باندې ۲۰ افغانانو سره چې په ایران کې اوسېدل، د سوریې جګړې ته د ایران له لوري د افغانانو د ګومارلو په اړه مرکې کړې دي. له دوی نه یو شمېر يې ويلي چې په زوره د سوريې جګړې ته لېږل کېږي او ځینې نور بیا د ایران د سپاه پاسدارانو د دې خيالي وعدې په تمه چې ایران کې ورته د هستوګنې قانوني جواز ورکول کېږي، سوریې ته تللي دي.
ایراني چارواکي چې ځان د افغانانو دوستان بولي او دا احسان پرې باروي چې د كډوال په توګه یې په خپله خاوره کې ورته ځای ورکړی، په تازه اقدام کې يې یوې نوې لوریینې ته مخه کړې او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يې د مهاجرو افغانانو لپاره دوه انتخابه مخ ته ايښي: یا بېرته افغانستان ته ستنېدل او یا په سوریه کې د ایران په ګټه جنګېدل. د بشري حقونو د څار ډلې د اعلامیې پر بنسټ د ایران د سپاه پاسدارانو غړي ډېری افغانان نیولي او بیا یې  ورته ویلي چې دوه انتخابه لري، یا به خپل هېواد ته ګرځول کېږي او یا به د سوریې جګړې ته ځي.
د سوريې په جګړه کې له ایراني ګټو د ساتنې په خاطر د مجبورو افغانانو لېږل د سوريې د جګړې د پیل نه مطرح شوې موضوع ده، خو افغان حکومت او په تېره د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه ولس ته کوم څرګند ځواب نه دی ورکړی. دا چې افغانان په دې اړه ټينګار نه کوي ښايي يو علت يې دا وي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې هيڅکله هم په ایران، پاکستان او نورو هیوادونو کې د افغان مهاجرو د وضعیت او پر هغوی د بدې ورځې پوښتنه چا نه ده کړې او که کله هم ولس یو څه فشار راوستی چارواکو يوازې پر دې بسنه کړې چې تحقیق به وکړي، خو د خپل تحقيق پايلې يې بیا له ولس سره شريکې کړې نه دي.
تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران له لوري د سوریې او د سعودي عربستان له لوري د یمن جګړې ته د افغانانو د استولو پر راپورونو غور کوي او له هېواده بهر افغان ډېپلوماتانو ته ویل شوي چې په دې اړه څېړنې وکړي.
ښايي د بشري حقونو د څار ډلې دا اعلامیه هم دومره اغېز وکړي چې زموږ چارواکي یوازې پر همدې بسنه وکړي چې د دغې پېښې په اړه تحقیقات کوي.
د ولس تمه دا ده چې افغان حکومت له دغه انفعالي حالت نه ووځي او په بهرنیو ملکونو کې د افغان مهاجرو د ژوند د خوندي کېدلو لپاره ګام اوچت کړي. که چېرته دا وضعیت دوام وکړي، له ډېرو مهاجرو به نه یوازې په نورو ملکونو کې د ځينو نورو د ګټو د ساتلو هڅه کېږي بلکې له خپل هیواد سره به جګړې ته هم هڅول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA