ads

هند خپل هوايي حريم لا خوندي كول غواړي

هند پر پټان كوټ هوايي ډګر تر بريد وروسته د خپل هوايي حريم د لا خونديتوب لپاره ټولو هوايي ډګرونو ته د  ۱ اعشاريه ۲۳ مليارده ډالرو تجهيزات اخلي.هندوستان ټايمز د دغه هېواد د هوايي ځواك د قومندانۍ له قوله ويلي، پر دغه هوايي ډګر تر بريد وروسته د هند له ۲۹۵ هوايي اډو څخه […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
هند خپل هوايي حريم لا خوندي كول غواړي

هند پر پټان كوټ هوايي ډګر تر بريد وروسته د خپل هوايي حريم د لا خونديتوب لپاره ټولو هوايي ډګرونو ته د  ۱ اعشاريه ۲۳ مليارده ډالرو تجهيزات اخلي.
هندوستان ټايمز د دغه هېواد د هوايي ځواك د قومندانۍ له قوله ويلي، پر دغه هوايي ډګر تر بريد وروسته د هند له ۲۹۵ هوايي اډو څخه له پاكستان سره پر لويديځه پوله پرتو ۵۴ هغو ته امر شوى چې د خپل هوايي حريم د ساتنې لپاره جدي احضارات ولري.
د هند هوايي ځواك له پاكستان سره پر پوله پرتو اونتيپور، سرينګر، هلوارا، ادمپور، چنديګړ، امبالا او هنډن په شمول۲۰ هوايي ډګرونو قومندانيو ته حتى ويلي چې په خپله خاوره كې هر ډول تېرى كوونكى پرواز بايد په نښه او له منځه يوسي. هند پر پټان كوټ هوايي ډګر تر بريد وروسته د خپل هوايي حريم د لا خونديتوب لپاره ټولو هوايي ډګرونو ته د  ۱ اعشاريه ۲۳ مليارده ډالرو تجهيزات اخلي.
هندوستان ټايمز د دغه هېواد د هوايي ځواك د قومندانۍ له قوله ويلي، پر دغه هوايي ډګر تر بريد وروسته د هند له ۲۹۵ هوايي اډو څخه له پاكستان سره پر لويديځه پوله پرتو ۵۴ هغو ته امر شوى چې د خپل هوايي حريم د ساتنې لپاره جدي احضارات ولري.
د هند هوايي ځواك له پاكستان سره پر پوله پرتو اونتيپور، سرينګر، هلوارا، ادمپور، چنديګړ، امبالا او هنډن په شمول۲۰ هوايي ډګرونو قومندانيو ته حتى ويلي چې په خپله خاوره كې هر ډول تېرى كوونكى پرواز بايد په نښه او له منځه يوسي.
د هند هوايي ځواكونو همدا راز ويلي، حكومت په پلان كې لري د يو اعشاريه ۲۳ مليارده ډالرو په لګښت د ډرون الوتكو تر څنګ يو شمېر نور د هوايي حريم په خونديتوب كې دقيق وسايل هم راونيسي.
ويل شوي، دا وسايل به د هند په لويديځه، ختيځه او سويلي برخه كې هغو هوايي ډګرونو كې نصب شي چې د پولې له پلوه زيات خطر سره مخ دي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې پاكستان سره پر پوله د هند پر پټان كوټ هوايي ډګر بريد كې لږ تر لږه شپاړسو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې هغه وخت يې هندوستان ملامتي پر پاكستاني تنظيم جيش محمد واچوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA