ads

ننګرهار كې د كانكور ازموينو لړۍ پيل شوه

په ننګرهار کې د ۱۳۹۵کال لپاره د دولسمو ټولګیو له فارغانو څخه د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه.دغه ازموینه نن په ننګرهار پوهنتون کې د والي سلیم کندوزي، د ولایتي شورا غړو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او له کابله د کانکور ازموینې د راغلې څارونكي پلاوي په حضور كې رسما پیل شوه .د ننګرهار والي […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
ننګرهار كې د كانكور ازموينو لړۍ پيل شوه

په ننګرهار کې د ۱۳۹۵کال لپاره د دولسمو ټولګیو له فارغانو څخه د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه.
دغه ازموینه نن په ننګرهار پوهنتون کې د والي سلیم کندوزي، د ولایتي شورا غړو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او له کابله د کانکور ازموینې د راغلې څارونكي پلاوي په حضور كې رسما پیل شوه .
د ننګرهار والي سلیم کندوزي رسنیو ته وویل، سږ کال د کانکور په ازموینه كې د نهه سوه نجونو په ګډون ۱۰۷۰۱ كسان ګډون کوي. په ننګرهار کې د ۱۳۹۵کال لپاره د دولسمو ټولګیو له فارغانو څخه د کانکور ازموینې لړۍ پیل شوه.
دغه ازموینه نن په ننګرهار پوهنتون کې د والي سلیم کندوزي، د ولایتي شورا غړو، د ننګرهار پوهنتون استادانو او له کابله د کانکور ازموینې د راغلې څارونكي پلاوي په حضور كې رسما پیل شوه .
د ننګرهار والي سلیم کندوزي رسنیو ته وویل، سږ کال د کانکور په ازموینه كې د نهه سوه نجونو په ګډون ۱۰۷۰۱ كسان ګډون کوي.
نوموړي د کانکور ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د تېروکلونو په توپیر یې سږ کال دغې ازموینې ته هر اړخیز ترتیبات نیولي او زده کوونکي كولى شي په ارامه فضا کې دغه ازموینه ورکړي: (( ټولو ته اطمينان وركوو، نه به د لارې مشكل ولري، سړكونه به ورته خلاص وي، هېڅ نوع مداخله به نه وي، په امتحان كې شامل كسان چې استادان او كابل نه راغلى پلاوى دى، يوازې دوى كولى شي امتحان صحنې ته ننوځي نور به هېچا ته د مداخلې او لاسوهنې حق ور نه كړو.))
بل لورته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو د کمیټې مشر روضت الله مجید بيا وایي، دوی تېرو کلونو ته په کتو سږ کال له یو ځانګړي سیستمه کار اخیستی  چې په ترسره کیدو به یې سږنۍ كانكور ازموينه كې هیڅ ډول فساد ته زمینه برابره نه شې.
نوموړي، په سږني کانکور ازموینه کې د توپیري چلند مسئله په کلکه رد کړه ، او ډاډ یې ورکړ چې هیچا ته به د لاس وهنې حق ورنه کړل شي: (( ټولو داوطلبانو ته اطمينان وركوم چې له اغازه تر انجامه مو دا پروسه په ډېر شفاف او علني ډول پيل كړې، هېڅ ډول توپيري چلند به ونه شي او په يو سويچ به د ټول افغانستان نتايج د پرمختللو ماشينونو په كارولو معلومې او اعلان كړاى شي.))
مسوولينو همداراز وويل، د ننګرهار د كانكور ازموينه به تر دريو ورځو يعني سه شنبې ورځې پورې دوام وكړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر کله ننګرهار میشتې ادعا لري، چې له دوی سره د کانکور په ازموینه کې توپیري چلند کیږي او له امله یې زرګونه كسان په كانكور ازموينه كې بې پایلې پاتې کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA