د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او داعش د نښتې له امله ۲۲ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل ، دغه نښته نن سهار درې بجې رامنځته شوې او پرمهال یې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي: ((د کوټ ولسوالۍ په سیداحمد خیلو سیمه کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې دولس داعش وسله وال وژل شوي او ترڅنګ یې لس نور ټپیان شوې هم دي، په نښته کې د داعش وسله والو له لوري د یوې میرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.)) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او داعش د نښتې له امله ۲۲ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل ، دغه نښته نن سهار درې بجې رامنځته شوې او پرمهال یې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي: ((د کوټ ولسوالۍ په سیداحمد خیلو سیمه کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې دولس داعش وسله وال وژل شوي او ترڅنګ یې لس نور ټپیان شوې هم دي، په نښته کې د داعش وسله والو له لوري د یوې میرمنې په ګډون دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.))
سرچینه دغه راز وايي، په نښته کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
بلخوا داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.


