ads

ننګرهار: دوه بېلا بېل هوايي بريدونه، ۱۶ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په  اچین ولسوالۍ کې د دوو بیلا بیلو هوایي بریدونو له امله ۱۶  تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، دغه بریدونه تېره شپه شوي دي چې په لومړي بريد كې يې په يو سراچه موټر كې سپاره ۵ داعشيان […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
ننګرهار: دوه بېلا بېل هوايي بريدونه، ۱۶ داعشيان مړه

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په  اچین ولسوالۍ کې د دوو بیلا بیلو هوایي بریدونو له امله ۱۶  تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، دغه بریدونه تېره شپه شوي دي چې په لومړي بريد كې يې په يو سراچه موټر كې سپاره ۵ داعشيان له منځه وړل شوي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په  اچین ولسوالۍ کې د دوو بیلا بیلو هوایي بریدونو له امله ۱۶  تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، دغه بریدونه تېره شپه شوي دي چې په لومړي بريد كې يې په يو سراچه موټر كې سپاره ۵ داعشيان له منځه وړل شوي.
د والي ویاند دغه راز وايي، دویم هوايي برید د داعش وسله والو په یوه پټنځای شوی، چې په پایله کې۱۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي: (( په سراچه موټر كې د ۵ كسانو سره مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي، په بل بريد كې هغه ځاى په نښه شوى چې دوى به ورته راټولېدل او مشورې به يې په كې كولې، دلته هم هوايي بريد كې ۱۱ كسان وژل شوي.))
سرچینه وایي په دغو هوایي بریدونو کې د سیمې اوسیدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بله خوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA