په کندهار کې ناوړه دودونه اوس هم دومره حاکم دي، چې هر کال په زرګونه نجونې خپلې زده کړې پر نيمه لاره پريږدي.
کندهار د هېواد يو له سترو ولايتونو څخه دی، چي تر لسو راډيوګانې، ټلويزوني چېنلونه او چاپي رسنۍ لري، خو د ټولنې ناوړه دودونه اوس هم په كې خورا حاکم دي.
د دغو ناوړه دودونو له کبله په کندهار کې هر کال تر ۴۰۰۰ زیاتې نجونې ښوونځی په نيمايي كې پرېږدي.
نه يوازې دا بلكې سږ کال په کندهار کي د کانکور د ګډونوالو شمېر يوازي ۲۰۰۰ تنه وو، چې ايله ۲۰۰ تنې يې ښځينه وې. په کندهار کې ناوړه دودونه اوس هم دومره حاکم دي، چې هر کال په زرګونه نجونې خپلې زده کړې پر نيمه لاره پريږدي.
کندهار د هېواد يو له سترو ولايتونو څخه دی، چي تر لسو راډيوګانې، ټلويزوني چېنلونه او چاپي رسنۍ لري، خو د ټولنې ناوړه دودونه اوس هم په كې خورا حاکم دي.
د دغو ناوړه دودونو له کبله په کندهار کې هر کال تر ۴۰۰۰ زیاتې نجونې ښوونځی په نيمايي كې پرېږدي.
نه يوازې دا بلكې سږ کال په کندهار کي د کانکور د ګډونوالو شمېر يوازي ۲۰۰۰ تنه وو، چې ايله ۲۰۰ تنې يې ښځينه وې.
په لوړو زدکړو کي د ښځو دومره کمه ونډه څو مهم لاملونه لري. په ټيټو ټولګيو کي د ښځينه زده کوونکو شمېر ډېر وي، خو چي لوړو ټولګيو ته پورته کيږي، نو شمېر يې کمېږي.
دغلته ډېرى نجونې داسې وي چې پر لسم او يوولسم ټولګي خپلې زده کړې پرېږدي، ځکه نور يې يا کورنۍ اجازه نه ورکوي او يا يې واده کړي.
په دې اړه د ښوونځي څو تنه زده کوونکې راسره غږېدلي. هيله له دې ډلې لومړنۍ نجلۍ ده چې په يوولسم ټولګي كې ده او ډارېږي چې له ښوونځي ونه ايستل شي: (( سيد احمد كاكا مكتب كې يم، په ښكته صنفونو كې زموږ د صنفيانو تعداد ۳۰ ته رسېده، اوس ۲۰ ته راښكته شوى، پلرونه او ميندې نه غواړي لوڼې يې سبق ووايي، چې چادري سن ته ورسېږي نو بيا يې مكتب ته نه پرېږدي.))
په کندهار کي د زرغونه انا دوهم لمبر لېسې مديره لطيفه بيا د ښځينه زده کوونکو لپاره لږ امکانات او د ټرانسپورټ نه درلودل هم له نجونو څخه د ښوونځي د پاتې كېدو يو لوی علت يادوي.
مديره لطيفه مني چې ډېرى نجونې په لوړو ټولګيو کې خپلې زده كړې خوشې كوي: (( امنيتي ستونزې، ټرانسپورټي ستونزې دي، كله كله اقتصادي ستونزې وي، بعضې پلرونه د دې وسه هم نه لري چې خپلو بچيانو ته د مكتب مصرف او خرچ وركړي. همدا وجه ده چې ښوونځى ترې پاتې كېږي.))
د کندهار د پوهنې رئيس عبدالقادر پیوستون وايي، د ښځینه زده کوونکو لخوا په نيمايي كې د زده کړو پرېښودل ډیر لاملونه لري، چې تر ټولو مهم يې ناوړه دودونه، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى، امنيت او ورته نورې ستونزې دي.
پیوستون زياته كړه، هر کال شاوخوا پنځلس زره نجونې ښوونځيو ته داخلېږي، خو په وینا يې چې هر کال بيا تر څلور زرو ډېرې نجونې د ښوونځي په منځنۍ دوره کې زده کړې خوشې كوي: (( زموږ ډېرې خويندې په زرګاو خويندې شاملوو، شمېر يې ۱۵ زره او ۱۶ زرو ته رسېږي، خو په شپږم او اووم ټولګي كې حتى په يوولسم او دولسم ټولګي كې ښوونځى ترې بېرته پاتې كېږي، ارقام يې اندېښمنوونكي دي.))
د پوهني ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول کندهار کې شاوخوا او یازره نجونې زده کوونکې په زده کړو بوختې دي.


