ads

د سولې پر لور درېيم ګام، د نتيجې په تمه

د سولې خبرو اترو لپاره درېیمه څلور اړخيزه ناسته ښايي له دوو نورو غونډو متفاوت وي، د افغانانو هیله دا ده چې په دې غونډه کې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. دغې موضوع له دې اړخه هم ځکه ډېر د اهمیت په سترګه کتل کېږي چې که چېرې نورو غونډو ته […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
د سولې پر لور درېيم ګام، د نتيجې په تمه

د سولې خبرو اترو لپاره درېیمه څلور اړخيزه ناسته ښايي له دوو نورو غونډو متفاوت وي، د افغانانو هیله دا ده چې په دې غونډه کې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. دغې موضوع له دې اړخه هم ځکه ډېر د اهمیت په سترګه کتل کېږي چې که چېرې نورو غونډو ته پاتې شې، د وخت له ضایع کولو او د جګړې د دوامدارې پاتې کېدلو پرته بله معنا نه شي ښندلی.
د شنبې په ورځ د سولې د خبرو اترو لپاره درېيمه څلوراړخيزه غونډه په اسلام آباد کې پیل شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې په دې ناسته کې د لارې نقشه نهايي شي. د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، په دغه غونډه کې ټاکل شوې چې د سولې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. نوموړی هغه ټینګار ته په پام سره چې افغان دولت یې د دې بهیر پر چټکتیا لري، جدي هیله مند دی چې د لارې دا نقشه وروستۍ شي. د سولې خبرو اترو لپاره درېیمه څلور اړخيزه ناسته ښايي له دوو نورو غونډو متفاوت وي، د افغانانو هیله دا ده چې په دې غونډه کې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. دغې موضوع له دې اړخه هم ځکه ډېر د اهمیت په سترګه کتل کېږي چې که چېرې نورو غونډو ته پاتې شې، د وخت له ضایع کولو او د جګړې د دوامدارې پاتې کېدلو پرته بله معنا نه شي ښندلی.
د شنبې په ورځ د سولې د خبرو اترو لپاره درېيمه څلوراړخيزه غونډه په اسلام آباد کې پیل شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې په دې ناسته کې د لارې نقشه نهايي شي. د یاد وزارت ویاند شکیب مستغني له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، په دغه غونډه کې ټاکل شوې چې د سولې د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه نهايي شي. نوموړی هغه ټینګار ته په پام سره چې افغان دولت یې د دې بهیر پر چټکتیا لري، جدي هیله مند دی چې د لارې دا نقشه وروستۍ شي.
په څلوراړخيزه ناسته کې چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي ګډون لري، د سولې د عالي شورا استازي له پیله برخه نه درلوده او اوس هم دا فکر کېږي چې د دې شورا غړي به په روانه غونډه کې برخه ونه لري.
د سولې عالي شورا د کرزي د حکومت په وخت د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ رامنځته شوه، خو دغې شورا د سولې په برخه کې کوم څرګند رول ونه شو لوبولای. هغه شورا په دې نیت جوړه شوې وه، چې د طالب او دولت ترمنځ جګړه بین الافغاني څرګنده کړي، خو طالبان له افغان دولت سره د خبرو چمتو والی نه ښوده، سږکال یوازې یو ځل پاکستان طالبان اړ کړل چې د افغان دولت له استازو سره مخامخ خبرو ته کېني، په پای کې هغه خبرې هم په نیمه کې پاتې شوې، د ملا عمر د مرګ خبر خپور شو او جګړو له سره زور واخست.
درېیمه څلوراړخيزه غونډه هم اوس په داسې حال کې جوړېږي چې د سولې عالي شورا د برخلیک په اړه دوه ډوله اوازې خپرې دي. له یوې خوا ویل کېږي چې د دغې شورا ور تړل کېږي ځکه چې امریکا او برېټانیا د هغې له مالي ملاتړه لاس په سر شوي دي. له بلې خوا دا هم ویل کېږي چې د یادې شورا دندې په تعلیق کې راغلې دي او ښايي څه موده وروسته بېرته خپلې چارې د یوه نوي مشر په موجودیت کې پیل کړي. که چېرته په رښتيا هم نور د سولې د عالي شورا ور وتړل شي، دا به په دې معنا وي چې همدا څلور اړخيزه غونډه يې د بدیل ونډه ترسره کوي.
په هر ډول چې وي افغانان سوله غواړي او د سولې هر هغه حرکت ته په خوشبینۍ ګوري چې د سولې د تامېنېدو سبب ګرځي. خو ورسره حالات هم څاري او دا اندېښنه ورسره شته چې هسې نه د جګړې ځينې ملاتړ کوونکې خواوې ورڅخه د خپلو ګټو په خاطر د یو فرصت په توګه ګټه پورته کړي او له دومره هلوځلو وروسته جګړې بیا زور واخلي. دا اندېښنه ځکه موجوده ده چې که چېرته دا حل لاره هم له ناکامۍ سره مخ شي، بله حل لاره به ورته په ګرانه پیدا کېږي او افغانان به یوځل بیا د اوږدې مودې لپاره د جګړو قرباني کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA