ads

د افغان ځواكونو ۲۴ ساعته عمليات، ۳۶ وسله وال مړه، ۲۶ ټپيان، ۷ بنديان

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو  كې ۳۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ تنه ټپيان دي او ۷ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
د افغان ځواكونو ۲۴ ساعته عمليات، ۳۶ وسله وال مړه، ۲۶ ټپيان، ۷ بنديان

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو  كې ۳۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ تنه ټپيان دي او ۷ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كونړ، غزني، هرات، بغلان، هلمند او بدخشان ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي. د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو او نورو امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو  كې ۳۶ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ تنه ټپيان دي او ۷ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كونړ، غزني، هرات، بغلان، هلمند او بدخشان ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او لسګونه کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په دې عملياتو كې د ملي اردو د ۶ سرتېرو وژل كېدل هم تاييد كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA