ads

تايوان كې زلزله، ۳ مړه، ۱۵۰ ټپيان، لسګونه نادركه

د تائيوان په سويل تاينان ښار كې د ريكټر په كچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې د لسګونه كورونو د نړولو تر څنګ ۳ تنه مړه كړي او تر ۱۵۰ زيات ټپيان دي.د امريكا د زلزله پېژندنې ادارې ويلي، د دې زلزلې شدت يې شپږ اعشاريه څلور درجې ريكارډ كړى چې له  اووه پوړونو لوړې […]

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1394
تايوان كې زلزله، ۳ مړه، ۱۵۰ ټپيان، لسګونه نادركه

د تائيوان په سويل تاينان ښار كې د ريكټر په كچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې د لسګونه كورونو د نړولو تر څنګ ۳ تنه مړه كړي او تر ۱۵۰ زيات ټپيان دي.
د امريكا د زلزله پېژندنې ادارې ويلي، د دې زلزلې شدت يې شپږ اعشاريه څلور درجې ريكارډ كړى چې له  اووه پوړونو لوړې ان ۱۷ منزله ودانۍ  يې نړولې دي.
لومړني معلومات وايي په دې زلزله كې د يوې ماشومې په ګډون درې تنه تر ملبې لاندې مړه شوي او ځايي روغتونونو ته ترې ۱۵۴ تنه ټپيان رسول شوي دي.

پوليسو ويلي، وېره شته چې لا هم تر سلو زيات كسان د غورځېدلو ودانيو تر ملبې لاندې شوي وي او د دې لپاره يې د ژغورنې عمليات هم ګړندي كړي دي.
ويل كېږي د دغې زلزلې ټكانونه د چين په ختيځ ايالت فوجيان كې هم احساس شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA