په اروزګان ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۱ پروژې د ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د اروزګان ولايت په ترينكوټ، شهيد حساس، خاص اروزګان او ګيزاب ولسواليو كې بشپړې شوې دي. په اروزګان ولايت کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۱ پروژې د ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او په دې وروستيو كې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د اروزګان ولايت په ترينكوټ، شهيد حساس، خاص اروزګان او ګيزاب ولسواليو كې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د محافظوي دېوالونو، استنادي دېوالونو او پلګوټو جوړول او ځينې نور كارونه شامل دي، چې ۴۵۶۸ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام تراوسه توانېدلى، چې په اروزګان ولايت كې ۱۲۸۰ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.


