د ننګرهار ولايت ځايي چارواكي وايي، ټاكل شوې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ كې د داعش پر وړاندې پاڅون كوونكي د حكومت له لوري په وسلو سمبال شي.
د دغه ولايت د والي وياند عطالله خوگياڼي كليد ته وويل، چې د يوه تړون له مخې له دې پاڅون والو تضمين اخيستل شوى چې د تېر په څېر ناوړه كړنې به نه ترسره كوي او د هېواد د ټولو قوانينو درناوى به كوي.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال ظاهر قدير وسله وال د پاڅونوالو په نوم ځاى پر ځاى دي چې تر دې وړاندې يې د داعش له څلورو وسله والو سرونه هم پرې كړي وو.
د خوګياڼي په خبره، د دولت په چوكاټ كې د پاڅون كوونكو له پاره هم چوكاټ شته او تر دې وړاندې هم حكومت په يو شمېر سيمو كې له پاڅون كوونكو ملاتړ كړى دى.
خوګياڼى ډاډ وركوي چې حكومت به په هر حالت كې د پاڅونوالو ملاتړ وكړي او پرې به نږدي چې د وسله والو ډلو له لوري ورته ګواښ پېښ شي او يا هم وځپل شي.