ads

سبا د سولې په تړاو دريمه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان، پاکستان، چېن او امرىکا استازي به سبا شنبې په اسلام اباد کې د سولې په تړاو خپله دريمه څلور اړخيزه غونډه ترسره كړي.د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار اسماعيل قاسميار كليد ته وويل چې په دې غونډه کې به د سولې د خبرو جامع نقشه جوړه او بشپړه شي.نوموړي د دغه […]

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1394
سبا د سولې په تړاو دريمه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

د افغانستان، پاکستان، چېن او امرىکا استازي به سبا شنبې په اسلام اباد کې د سولې په تړاو خپله دريمه څلور اړخيزه غونډه ترسره كړي.
د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار اسماعيل قاسميار كليد ته وويل چې په دې غونډه کې به د سولې د خبرو جامع نقشه جوړه او بشپړه شي.
نوموړي د دغه غونډې په تړاو د نورو جزياتو له وركولو ډډه وكړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا په اسلام اباد کې په دې څلور اړخىزه غونډه کې د طالبانو د ګډون شونتيا هم نه ده رد كړې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهور رئيس اشرف غني غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د سولې د خبرو د رسمي پىل نېټه وټاکل شي.
د حکومت اجراىىه مشر عبدالله عبدالله روىټرز خبري اژانس ته وىلي چې په شپږو مىاشتو کې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د بىا پىل په تمه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA