ads

بغلان: لا هم د برښنا پايو د جوړولو كار ځنډېدلى

كه څه هم د ملي دفاع وزارت د مرستيال هغه ضرب الاجل چې ويلي وو په ۴۸ ساعتونو كې به په بغلان كې د برښنا ويجاړې شوې پايې بېرته ورغول شي په پوره كېدو دى، خو د برښنا شركت وايي تر دې مهاله په دې برخه كې هېڅ پرمختګ هم نه ليدل كېږي. كه څه […]

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1394
بغلان: لا هم د برښنا پايو د جوړولو كار ځنډېدلى

كه څه هم د ملي دفاع وزارت د مرستيال هغه ضرب الاجل چې ويلي وو په ۴۸ ساعتونو كې به په بغلان كې د برښنا ويجاړې شوې پايې بېرته ورغول شي په پوره كېدو دى، خو د برښنا شركت وايي تر دې مهاله په دې برخه كې هېڅ پرمختګ هم نه ليدل كېږي.

د دغه رياست وياند وحيد توحيدي كليد ته وويل چې تر دې مهاله هم د دوى تخنيكي ټيم ته د پايو د رغولو اجازه نه ده وركړل شوې او چې كله اجازه وركړل شي دوى به په لنډ وخت كې ويجاړې شوې پايې بېرته ترميم كړي.
دا په داسې حال كې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستيال مراد علي مراد چې د بغلان په ډنډ غوري كې د عملياتو مشري پر غاړه لري د چهارشنبه په ورځ ژمنه كړې وه چې  ۴۸ ساعتونو كې به په بغلان كې د برښنا ټيم ته امنيت برابر او ويجاړې شوې پايې به بېرته ورغول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA