د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير انجنير اسدالله ضمير نن پکتيا ته د کاري سفر په ترڅ کې د کرنيز سکټور د پياوړتيا، د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او ساتنې په برخه کې ژمنې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير انجنير اسدالله ضمير نن پکتيا ته د کاري سفر په ترڅ کې د کرنيز سکټور د پياوړتيا، د کرنيزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او ساتنې په برخه کې ژمنې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې ولايت کې به د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت باغونه، سربندونه، فارمونه او سړې خونې جوړوي.
ده ژمنه وکړه، چې د کرنيزو تخمونو د اصلاح، د ځنګلونو د احيا او د حيواناتو د سمې روزنې لپاره هم اړين تدابير لري.
همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير انجنير اسدالله ضمير په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې په پكتيا کې به د کرنې تر څنګ مالدارۍ ته هم ځانګړی پام کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د بېوزله ښځينه وو د بوختيا او اقتصادي پياوړتيا لپاره به د چرګانو د روزلو او ساتلو فارمونه جوړوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير په داسې حال کې د هېواد جنوب ختيځو ولايتونو ته سفر کوي، چې په دې ولايتونو کې هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر کرنيز سيسټم خورا کمزوری بلل کېږي.
دلته لا هم کرونده په لرغوني ډول ترسره کېږي، نااصلاح شوي کرنيز تخمونه کارول کېږي، وارداتي کېمياوي سرې ټيټ کيفيته بلل کېږي او تر ګردو لويه ستونزه يې د اوبو نشتوالی، کموالی او رامېدل دي، چې کروندګر ورته لاسرسی نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ