ads

کندهار کې د ټرافیکي پېښې له كبله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر چپه شوی، چې له كبله يې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د ټرافیکو مدیر محمدالله خان کلید ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې رامنځته شوې ده. د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1394
کندهار کې د ټرافیکي پېښې له كبله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر چپه شوی، چې له كبله يې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندهار د ټرافیکو مدیر محمدالله خان کلید ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې رامنځته شوې ده.

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر چپه شوی، چې له كبله يې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د ټرافیکو مدیر محمدالله خان کلید ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې رامنځته شوې ده.
نوموړي د مرګ ژوبلې دقیق معلومات وړاندې نه کړل، خو زیاته يې کړه، چې پېښه د سړک خرابوالي او د موټر چلوونکي د زیات سرعت له كبله رامنځته شوې ده.
د کندهار د میرویس روغتون مسوولین وايي، چې په دې پېښه کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې درې تنه پکې وژل شوي او اووه تنه ټپيان شوي دي.
د دوى په وینا، په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او  ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار – هرات پر لویه لار په وار ـ وار ټرافیکې پېښې رامنځته شوي او له كبله يې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۱۱ ورځې مخکې هم د کندهار – هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ د تورې پوستې په سیمه کې د ټونس او ۳۰۳ ډوله موټرونو د ټكر پېښه كې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA