ads

په برمل کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۷ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي. یوې ځايي امنيتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کلید ته وویل چې تېر ماښام د برمل ولسوالۍ په سليمانزو سیمه کې پر وسله والو طالبانو بمبار شوی دی. د پکتیکا ولایت په […]

نویسنده: TKG
15 سلواغه 1394
په برمل کې ۱۷ وسله وال وژل شوي

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۷ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي. یوې ځايي امنيتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کلید ته وویل چې تېر ماښام د برمل ولسوالۍ په سليمانزو سیمه کې پر وسله والو طالبانو بمبار شوی دی.

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د هوايي بريد له كبله ۱۷ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

یوې ځايي امنيتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط کلید ته وویل، چې تېر ماښام د برمل ولسوالۍ په سليمانزو سیمه کې پر وسله والو طالبانو بمبار شوی دی.

د سرچینې په خبره، په بمبار کې ۱۷ وسله وال وژل شوي، چې ډېری یې پاکستاني مسعود طالبان دي.

سرچینې په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې دغه هوايي عملیات د چا له خوا شوي دي.

حکومتي چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برمل د پکتیکا هغه ولسوالي ده، چې د ګاونډي هېواد پاکستان له وزیرستانونو سره اوږده پوله لري.

د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې کورني او بهرني طالبان فعالیت کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA