د ملي امنيت لوى رياست د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ كې د حقاني شبكې د درېيو غړو د نيولو خبر وركوي. د دې رياست له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، منسوبينو يې قلندر شاه، محمد الله مشهور په قاري زبير او عبدالولي مشهور په عبدل، چې د خوښۍ ولسوالۍ په اړوندو برخو کې يې په ترهګريزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه، نيولي دي.
د ملي امنيت لوى رياست د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ كې د حقاني شبكې د درېيو غړو د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، منسوبينو يې قلندر شاه، محمد الله مشهور په قاري زبير او عبدالولي مشهور په عبدل، چې د خوښۍ ولسوالۍ په اړوندو برخو کې يې په ترهګريزو او ورانکارو چارو لاس پورې کاوه، نيولي دي.
د سرچينې په وينا، دغه كسان هغه مهال نيول شوي، چې غوښتل يې د خوښۍ – پل علم د لارې په اوږدو کې يو کړۍ ماين ځاى پر ځاى کړي.
سرچينه وايي، پر دې سربېره د ملي امنيت لوى رياست منسوبينو په لوګر ولايت کې د ترهګرو له يو پټنځاى څخه، يو ميل دهشکه، يو ميل پيکا، دوه کلاشينکوفونه، د توغندي څلور سرګلولې، د دافع هوا يو قاب دوربين، يو عراده کرولا ډوله موټر، سلګونه فيره بېلابېلې مرمۍ او يوه اندازه نور پوځي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


